کابل (پژواک، ٢کب ٩٨) : د ملي دفاع وزارت وايي چې په کونړ او کاپيسا ولايتونو کې دهوايي بريدونو له امله ١٣داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى يوپټنځاى هم له منځه تللى دى.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان پژواک ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د کاپيسا په نجراب کې دداعش پر يوه پټنځاى بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې ددغه هوايي بريد په ترڅ کې د داعش شپږ وسله وال وژل شوي او پټنځاى يې له منځه تللى دى.
دغه راز فواد امان وويل چې د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د داعش اووه وسله وال وژل شوي دي.
هغه په دې اړه نور جزييات په ډاګه نه کړل .
تراوسه داعش ډلې، د کاپيسا او کونړ چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن