ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې په تړاو وروستي اقدامات د تاوتریخوالي کمیدو پایلو ته په کتلو کیږي

د سولې په تړاو وروستي اقدامات د تاوتریخوالي کمیدو پایلو ته په کتلو کیږي

author avatar
21 Feb 2020 - 21:12
د سولې په تړاو وروستي اقدامات د تاوتریخوالي کمیدو پایلو ته په کتلو کیږي
author avatar
21 Feb 2020 - 21:12

کابل (پژواک، ۲ کب ۹۸) : ولسمشر اشرف غني وایي، د هیواد دفاعي امنیتي ځواکونه به د تاوتریخوالي کمولو په اونۍ کې به د طالبانو پر وړاندې په دفاعي حالت کې وي، خو د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې به خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي.

ولسمشر دغه څرګندونې نن ماسخوتن مهال د ملي تلویزیون له لار ولس ته پخپله وینا ک وکړ او ویې ویل چې سوله د افغانستان د حکومت او ولس له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه زیاته کړه، چې د ملي یووالی حکومت له پیل راهیسې د سولې په برخه کې ډیرې هلې ځلې کړې دي .

اشرف غني وویل چې دوه کاله مخکې په اخترونو کې اور بند کول، له حزب اسلامي سره دسولې تړون لاسلیک کول، د سولې به تړاو لویه مشورتي جرګه جوړول، په هیواد کې دننه او بهر د سولې په تړاو د علماوو کنفرانسونه جوړول او طالبانو ته له قید اوشرط پرته د سولې وړاندیز کول د حکومت له مهمو اقداماتو څخه وو.

ولسمشر زیاته کړه، اوس چې د سولې لپاره زمینه مساعده شوې، له دې فرصت څخه په استفادېد خپلو خلکو برحقه غوښتنه مطرح کړه چې طالبان اوربند ومني او مذاکرات پیل شي، خو دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه، دا هم اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی.

د هغه به وینا، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کموالي په اونۍ کې چې نن د شپې له ۱۲ بجو وروسته پیلېږي، باید محتاطانه عمل شي  او ټول ملي ځواکونه به په جدي توګه د وضعیت څارنه کوي.

اشرف غني وایي، له شک پرته د دې اونۍ د څار او ارزونې لپاره د هیواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستورالعمل او لارښوونه صادره شوې او هغوی به په لوړه کچه خپل احضارات ولري، خو په واقعیت کې دا د افغانستان خلک دي چې بالاخره به د تاوتریخوالي د کموالي اونۍ په اړه خپله ارزونه او رضایت څرګند کړي.

ولسمشر وویل، په وروستیو پنځو ورځو او د مونیخ امنیتي کنفرانس څخه تر راتلو وروسته، ما د امنیتي او دفاعي ځواکونو، علمای کرامو، د مشرانو جرګې غړو، ولایتي شوراګانو او د سولې مشورتي لویې جرګې غړو په ګډون د ټولنې له ټولو اقشارو سره نه یوازې مشورې وکړې، بلکې د هغوی اندیښنې او پوښتنې مې هم واورېدې او له هغو څخه مو د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د دستورالعمل په جوړولو کې استفاده وکړه.

نوموړي زیاته کړه  : (( د سولې په تړاو وروستي اقدامات به  د تاوتریخوالي د کمولو پایلو ته په کتلو ترسره کیږي ، او دا باید څرګند وي چې د سولې  پروسه د افغانستان ددولت په مشرۍ او مالکیت پرمخ وړل کیږي.))

هغه په ډاګه کړې، چې د هیواد دفاعي امنیتي ځواکونه به د تاوتریخوالي کمولو په اونۍ کې به د طالبانو پر وړاندې په دفاعي حالت کې وي، خو د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې به خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي.

د ولسمشر په وینا، دغه راز د هیواد امنیتي ځواکونه به له ځانه او خپل ولس څخه ددفاع د اړتیا پر مهال اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې چې تر دې مخکې دامنیت شورا اعلان کړی چې نن د شپې په دولسو بجو د تاوتریخوالی  د کمولو موده پیلبیږي او یوه اونۍ وروسته د تلې په لسمه به د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.