ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د تاوتریخوالي کمولو موده کې دولتي ساحو ته د خپلو وسله ولو تګ منع کړل

طالبانو د تاوتریخوالي کمولو موده کې دولتي ساحو ته د خپلو وسله ولو تګ منع کړل

author avatar
21 Feb 2020 - 21:37
طالبانو د تاوتریخوالي کمولو موده کې دولتي ساحو ته د خپلو وسله ولو تګ منع کړل
author avatar
21 Feb 2020 - 21:37

کابل (پژواک، ۲ کب ۹۸) : طالبانو خپلو وسله والو ته سپارښتنه کړې چې د تاوتریخوالي کمیدلو موده کې ددولت ترواک لاندې ساحو ته ولاړ نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن د شپې په دولسو بجو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو موده پیل شي او په اتمه ورځ به دامریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي.

د طالبانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې خپلو وسله والو ته ویل شوي : (( تاسو به په جریان کې یاست چې  طالبانو له امریکایې جهت سره د توافقنامي د لاسلیک لپاره د مناسبي فضاء د رامنځ ته کولو موافقه کړي چي د راتلونکو ۷ ورځو لپاره به طالبان د ورکړل شوي پروګرام له مخي عمل کوي. ))

په خبرپاڼه کې طالبانو خپلو وسله والو ته ویلي، چې د  مشرانو د لارښوونکو سره سم که له چاسره په دې اړه کوم سوال پيدا کیده، له مشکل او عدم پوهاوي سره مخ کیده، نو د مراتبو د تسلسل په اساس دې هرڅوک له خپلو مافوق مسئولینو څخه هدایت اخلي.

سرچینې زیاته کړې، چې ټول طالبان  به په راتلونکو ۷ ورځو کې پخپلو ور سپارل شویو وظایفو کې مشغول او د مقابل لوري لخوا د احتمالی نقض په صورت دفاع ته اماده وي او ددولت ساحو ته د طالبانو تګ منع دي.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( داسلامي امارت  لخوا چي له مقابل لوري سره کوم عهد شوی، تاسو ټول پوهیږئ چې په عهد باندې وفا کول او تر خپله وخته پورې د وعدې پوره کول واجب دي، ټول طالبان دې په دې برخه کې د اطاعت اصل ته جدي متوجه وي.))

طالبانو ویلي، له اوو ورځو وروسته چي په اتمه ورځ موافقتنامه لاسلیک شي له هغه وروسته به ټولو طالبانو ته د توافقنامي مطابق معلومات او هدایت ور کول کیږي او په هغو به عمل پيل کیږي. 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.