ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : هیڅوک د جمهوریت د انحلال صلاحیت نه لري

ولسمشر غني : هیڅوک د جمهوریت د انحلال صلاحیت نه لري

author avatar
21 Feb 2020 - 09:26
ولسمشر غني : هیڅوک د جمهوریت د انحلال صلاحیت نه لري
author avatar
21 Feb 2020 - 09:26

کابل (پژواک، ٢کب ٩٨) : ولسمشر غني دسولې مشورتي لويې جرګې د کمېټو له مسوولينو سره په ناسته کې په ټينګار سره وويل چې هیڅوک د جمهوریت د انحلال صلاحیت نه لري.

له ارګ څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړکې تېر ماښام د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیالانو او د بېلابېلو کمېسیونونو ريیسانوسره په  چهارچنارماڼۍ کې وکتل.  

په پیل کې د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیالانو انجنیر کمال ساپي او ډاکټر حبیبه سرابي او د بېلابېلو کمېسیونونو رئیسانو جمهوررئیس غني ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله او په هېواد کې د تلپاتې سولې د تامین هیله یې وکړه.

یادو ویناوالو له جمهوررئیس غني څخه د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو د تطبیق له امله مننه وکړه، دوی د بېلګې په توګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ایجاد چې د یادې جرګې وړاندیز و، یادونه وکړه.

هغوی وویل، باعزته او تلپاتې سوله د ټولو افغانانو هیله او غوښتنه ده او د دې لپاره باید ټولې خواوې په ځانګړي ډول سیاسیون واحد دریځ اختیار کړي او د سولې مذاکره کوونکی پلاوی دې له جمهوریت، د وطنوالو اساسي حقونو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو ارزښتونو او د تېرو کلونو لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د مونیخ  امنیتي کنفرانس په څنډه کې مو امریکایي مقاماتو سره په کتنو کې د سولې پروسې په اړه خپل چمتووالی او اندېښنې شریکې کړې او همدارنګه له بېلابېلو اقشارو سره د جمهوررئیس مشورتي غونډې هم ادامه لري.  

جمهوررئیس غني د ټاکنو بریا د ملت، اساسي قانون، جمهوري نظام بقا او بریا وبلله او ويې ویل، د زیاتو فشارونو باوجود یې د ولس په ملاتړ ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړې. هغه په ټینګار سره زیاته کړه، هیڅوک د جمهوریت د انحلال صلاحیت نه لري.

هغه وویل، په پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې کافي ظرفیت ایجاد شوی او که سیاسي قشر متحد وای، نو د دې دوه او درې برابره نور ظرفیت هم رامنځته کېده. هغه زیاته کړه، په پنځو کلونو کې به د افغانستان اتیا سلنه اوبه مدیریت شي. خپل ځان کم او بېچاره مه بولئ او زموږ تواضع باید په ضعف تعبیر نه شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، موږ دایمي دوست او دښمن نه لرو، مګر دایمي ګټې لرو چې نه یوازې موږ ته ارزښت لري، بلکې د هغو پالل زموږ مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، له مرکزي اسیا سره پرې شوې اړیکې مو په تېرو پنځو کلونو کې په اساسي توګه ورغولې.  

جمهوررئیس وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې د لار نقشه ایجاد کړې او د سولې پروسه موخه نه، بلکې وسیله ده. موخه د جنګ او تاوتریخوالي له منځه وړل او د سولې تامین دی او دا کار یوازې په شعارونو نه، بلکې برنامه کېږي.

محمداشرف غني څرګنده کړه، د سولې مذاکره کوونکی پلاوی باید موثریت او واحد دریځ ولري او واکونه یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري ټاکل کېږي.

 غني وویل، د سولې پروسه حیاتي ده،مګر فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له فرصتونو څخه د اعظمي استفادې او د خطرونو د مدیریت لپاره پوره چمتووالی لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.