ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې د دوه ښځو په ګډون ١٥وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کاپيسا کې د دوه ښځو په ګډون ١٥وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
21 Feb 2020 - 13:12
په کاپيسا کې د دوه ښځو په ګډون ١٥وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
21 Feb 2020 - 13:12

محمودراقی(پژواک،۲ کب ۹۸): د کاپيسا پوليس وايي چې د دغه ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځمکنيو او هوايي بريدونو له د دوه ښځو په ګډون ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او نيول شوي دي. 

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشایق شورش پژواک اژانس ته وويل، د صفر يو قطعې د ځمکنيو او هوايي عملياتو په ترڅ کې  چې د نجراب د غوث درې په غچولان کلي کې ترسره شول، د دوه ښځو په ګډون ١٢ د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، درې ټپيان او شپږ نور نيول شوي دي.

هغه زياته چې وژل شوې دوه ښځې د وسله والو همکارې وې.

ده وويل چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ملي دفاع وزارت هم ويلي و چې د کاپيسا په نجراب کې يې عمليات تر سره کړي او ددولت وسله والو مخالفينو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

تراوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.