ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پومپيو: د افغانستان د ټاکنو د وروستۍ پايلې په اړه ژر اعلاميه خپروو

پومپيو: د افغانستان د ټاکنو د وروستۍ پايلې په اړه ژر اعلاميه خپروو

author avatar
21 Feb 2020 - 12:33
پومپيو: د افغانستان د ټاکنو د وروستۍ پايلې په اړه ژر اعلاميه خپروو
author avatar
21 Feb 2020 - 12:33

 کابل(پژواک،۲ کب ۹۸): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې هېواد يې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې له نږدې څاري او په دې اړه به ژر اعلاميه خپره کړي.

  دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ټولو معتبرو رایو د ۵۰.۶۴ سلنه په ترلاسه کولو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

 د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ (د ټولو معتبرو رایو د ۵۰،۶۴ سلنه) رایې، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱، (د ټولو معتبرو رایو۳۹،۵۲ سلنه) رایې او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ (د ټولو معتبرو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.

تراوسه پورې اروپايي ټولنې، کويټ او هند ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د برياليتوب مبارکي ورکړې ده . 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې هېواد يې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې له نږدې څاري. 

هغه زياته کړې:(( مخکې له دې چې ډېر ځنډ وشي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلې په اړه اعلاميه خپروو.))

هغه سعودي عربستان ته د سفر پرمهال ويلي:(( دافغانستان په اړه د ويلو لپاره څه نه لرم بې له دې چې موږ د افغانستان د ټاکنو پايلې له ډېر نږدې ګورو.))

 پمپيو که در جمعی از خبرنگاران در پایگاه هوایی شهزاده سلطان در عربستان صحبت می ‌کرد، همچنان گفته است که امریکا می‌خواهد مطمئن شود که همه چیز درست پیش رفته است.

هغه وويل، امريکا غواړي ډاډمنه شي چې هرڅه سم مخته تللي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.