د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خليلي: نړيوال دې ننداره پرېږدي په افغانستان کې دې د کړکېچ مخه ونيسي

خليلي: نړيوال دې ننداره پرېږدي په افغانستان کې دې د کړکېچ مخه ونيسي

Feb 21, 2020 - 15:11

کابل(پژواک،۲ کب ۹۸): "وحدت اسلامي" او "وحدت مردم افغانستان" ګوندونو د ميليوني لاريونونو د تر سره کېدو د ګواښ ترڅنګ وايي چې دوى ته د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې د منلو نه دي او پروړاندې به يې ودرېږي.

  دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ټولو معتبرو رایو د ۵۰.۶۴ سلنه په ترلاسه کولو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

 د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ (د ټولو معتبرو رایو د ۵۰،۶۴ سلنه) رایې، ډاکتر عبدالله ۷۲۰۸۴۱، (د ټولو معتبرو رایو۳۹،۵۲ سلنه) رایې او ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ (د ټولو معتبرو رایو ۳،۸۵ سلنه) ترلاسه کړې دي.

د اجراييه رياست دويم مرستيال او د وحدت مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق نن جمعه (د کب ٢مه) په کابل کې خپلو پلويانو ته د يوې غونډې پرمهال وويل : (( که قانون وي هغه چا چې تقلب کړى بايد محاکمه شي.))  

هغه زياته کړه چې ساختګي رايو ته يې د خلکو د رايې په نوم اعتبار ورکړى دى.

د محقق په خبره، چې د بايومټريک رايو په اساس د ثبات او همپالنې ټيم ګټونکى دى او هيڅکله به دغه ټيم تقلبي رايې ونه مني.

 ده زياته کړه: (( نن موږ هم د جنرال دوستم په ملاتړ چې تقلبي رايې نه مني ولاړ يو، زموږ خلک حوصله لري، خو که صحنې ته راشي بيا صحنه نه خوشې کوي.))

 جنرال عبدالرشید دوست په یوه پراخه غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو ته په غبرګون کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ له ثبات او همپالنې ټېم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغه زیاته کړه: «ما د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه مخکې خپل دریځ ښودلی و، ممکن کمېسیون دغه بیړنی کار  د پیسو او یا هم د دولت جوړونکي ټېم له خوا د څوکۍ ترلاسه کولو په بدل کې ترسره کړی وي، خو موږ هغه نه منو.»

 محقق وويل چې دولت جوړونکي ټيم د ملي امنيت مخکنى رييس معصوم ستانکزى دده کور ته ورلېږلى و او وړانديز يې وکړ چې دى دې د دوستم موقف نه  اعلانوي .

ده وويل: ((زما ځواب دا و، چې د ټاکنو پايله دې باطله شي او ټاکنې دې له سره وشي.))

 ده خپلو پلويانو ته وويل چې ميليوني لاريونونو ته د راوتو په موخه چمتو دي، هغوى وويل هو چمتو يو.

 د سولې شورا رييس او د و حدت اسلامي ګوند مشر کريم خليلي په نننى غونډه کې  وويل: (( موږ له نورو ګوندونو سره په همغږۍ د تقلب پر وړاندې درېږو.))

ده زياته کړه: (( موږ ددې لپاره قرباني نه ده ورکړې چې استبداد او زورواکي دې دوام ولري، موږ بله کومه غوښتنه     له ولسمشر څخه نه لرو، موږ غواړو چې دېموکراسي بنسټزه شي.)) 

ده وويل چې د تقلب پروړاندې به د بابا غره په څېر وردېږو.

هغه له نړوالو وغوښتل له نندارې دې تېر شي.

 ده زياته کړه :(( نړيوال دې څرګنده کړي چې د افغانسان له خلکو سره دي او که له ارګ سره، که نړيوال د خلکو غوښتنه په نظر کې نيسي نو بايد پرېنږدي چې په افغانستان کې کړکېچ حاکم شي او مخه دې ونيسي.))

خليلي د ټاکنو د پايلو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل: (( که دا کار ونه شو موږ ټولشموله حکومت جوړو او تر وروستۍ لحظې په دې پرېکړه ولاړ يو او دا بغاوت په معنا نه ده .))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking