کابل (پژواک، ٢ کب ٩٨):د ملي امنيت شورا وايي چې راتلوونکې شپه له دوولس بجو وروسته د تاوتريخوالي د کمېدو اوونۍ پيليږي.
دغه څرګندونې د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د کب په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې دغه نېټه د فبرورۍ له ٢٢مه چې د کب له ٣مې (شنبې )نېټې سره سمون خوري پيليږي.
ده زياته کړه: (( هيله مو دا ده چې دغه بهير دوام پيدا کړي، بيا په اوربند او دومداره سوله بدل شي.))
فيصل په دې اړه نور جزييات ور نه کړل .
پژواک اژانس په دې اړه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له وياند سهيل شاهين سره هم اړيکه ونيوله، خو ددې راپور د خپرېدو تر مهاله يې په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو يوې بلې سرچينې چې د سولې چارې له نږدې څاري پژواک ته وويل، د طالبانو سرچينو ورته ويلي چې دوى به هم نن شپه دوولس بجې د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ پيل کړي او دوى کړې وعدې ته ژمن دي.
تېره شپه د ملي امنيت شورا د سلاکار حمد الله محب په مشرۍ د امنيتي سکتور غونډه هم جوړه شوې وه او په دې غونډه کې د نورو امنيتي تدابيرو ترڅنګ د تاوتريخوالي دکمښت اوونۍ د پيل لپاره پر چمتوالي هم خبرې شوې دي.
که څه هم افغان حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پرمهال د عمومي اوربند په اړه ټينګار کاوه، خو طالبانو له خپلې رهبرۍ څخه په لومړي سر کې د اوربند پرځاى د تاوتريخوالي د کمښت هوکړه اخيستي او اوربند يې له بين الافغاني خبرو وروسته موضوع بللې.
يوشمېر د سولې فعالان او شنونکي د تاوتريخوالي کمښت هم د سولې لپاره مهم ګام بولي او هيله لري چې دا اوونۍ بيا په دومداره اوربند او سولې بدله شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن