ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد ښار کې يوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

author avatar
21 Feb 2020 - 12:12
author avatar
21 Feb 2020 - 12:12

جلال اباد (پژواک، ٢کب ٩٨) : په جلال اباد ښار کې د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د درېیمې او نهمې ناحیو مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ په همغږۍ د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د جلال اباد ښاروالۍ د درېیمې ناحیې په دوه پراختیایي شورا ګانو کې د ”١٢٥٠٦٦٦٨“ افغانیو په مالي لګښت، ١٠٠٧ مترو په اوږد والي د فرعي سړکونو، ٩٧٢ مترو په اوږد والې پلې لارې، د ٣٨٣ مترو په اوږد والې ویالې، ١٠٠٠ متره د ویالو د سر جالۍ او یو پولګوټي کانګریټ کول ترسره شول.

 یادې پروژې جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې ولسي تړون ملي برنامې له لوري په ٢٥فیصده ولسي ونډه بشپړې شوې، چې نږدې ٤٥٦ کورنۍ ترې ګټه اخلي

 په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ نهمې ناحیې د لومړي ګذر په دوه پراختیایي شورا ګانو کې د څه باندې دوولس نیمو میلیونه افغانیو په مالي لګښت،د ٢٣٢٩ مترو په اوږد والي فرعي سړکونه،د ١٩٣١ مترو په اوږد والي پلې لارې او نهه پولګوټي تر کانګریټ کولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .

یادې پروژې جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې ولسي تړون ملي برنامې له لوري په ٢٥فیصده ولسي ونډه بشپړې شوې چې نږدې پنځه سوه کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.