کابل (پژواک، ۲ کب ۹۸) : طالبانو خپلو وسله والو ته سپارښتنه کړې چې د تاوتریخوالي کمیدلو موده کې ددولت ترواک لاندې ساحو ته ولاړ نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن د شپې په دولسو بجو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو موده پیل شي او په اتمه ورځ به دامریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شي.
د طالبانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې خپلو وسله والو ته ویل شوي : (( تاسو به په جریان کې یاست چې طالبانو له امریکایې جهت سره د توافقنامي د لاسلیک لپاره د مناسبي فضاء د رامنځ ته کولو موافقه کړي چي د راتلونکو ۷ ورځو لپاره به طالبان د ورکړل شوي پروګرام له مخي عمل کوي. ))
په خبرپاڼه کې طالبانو خپلو وسله والو ته ویلي، چې د مشرانو د لارښوونکو سره سم که له چاسره په دې اړه کوم سوال پيدا کیده، له مشکل او عدم پوهاوي سره مخ کیده، نو د مراتبو د تسلسل په اساس دې هرڅوک له خپلو مافوق مسئولینو څخه هدایت اخلي.
سرچینې زیاته کړې، چې ټول طالبان به په راتلونکو ۷ ورځو کې پخپلو ور سپارل شویو وظایفو کې مشغول او د مقابل لوري لخوا د احتمالی نقض په صورت دفاع ته اماده وي او ددولت ساحو ته د طالبانو تګ منع دي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( داسلامي امارت لخوا چي له مقابل لوري سره کوم عهد شوی، تاسو ټول پوهیږئ چې په عهد باندې وفا کول او تر خپله وخته پورې د وعدې پوره کول واجب دي، ټول طالبان دې په دې برخه کې د اطاعت اصل ته جدي متوجه وي.))
طالبانو ویلي، له اوو ورځو وروسته چي په اتمه ورځ موافقتنامه لاسلیک شي له هغه وروسته به ټولو طالبانو ته د توافقنامي مطابق معلومات او هدایت ور کول کیږي او په هغو به عمل پيل کیږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن