ترینکوټ( پژواک، ۲ کب ۹۸): د اروزګان ولایت امنیه قومانداني وايي چې ددغه ولايت په مرکز ترینکوټ کې د نشه یي توکو یوه لویه زېرمه کشف او سلګونه کيلوګرامه نشه یي توکي ترې ترلاسه شوي دي.
سرچينه وایي، پولیسو په دغه ولایت کې د کشفي معلوماتوپراساس،۴۵۰کيلوګرامه خام چرس،۴۸کيلوګرامه تاریاک اوهیروئین اویومیل کلاشینکوف د ترینکوټ ښارشمال لوېدیځ لور ته په سوسنک سیمه کې نیولي دي.
د اروزګان د والي مرستیال سیدمحمدسادات ناصري وايي چې د کورنیوچارو وزارت باید د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکوپرضد د مبارزې منسوبینوستاينه وکړي،ځکه چې ښې لاسته راوړنې لري.
هغه په هېواد کې اوږده روانه جګړه د نشه یي توکو د کښت او قاچاق ستر لامل وبلله او ويې ویل، چې له نشه یي توکو څخه په ترلاسه شوو پیسو وسله وال طالبان او نورې جنګي ډلې تمویلیږي او د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.
ولایتي شورا وايي چې د ټولنې ځوان قشرهمدې زهرجنو نشه یي توکو ننګولی اوځپلی دى.
د ولایتي شورا مرستیال محمدکریم موسی زوی وايي، دې ولایت کې دې د نشه یي توکوپرضد مبارزه چټکه شي او د کوکنارو د کر پر وړاندې دې هم جدي مبارزه وشي.
ولایتي شورا وایي، اروزګان کې د همدې کښت او نورو نشه یي توکو د قاچاق او استعمال له امله جګړه دوام لري او ترڅنګ یې زرګونه ځوانان په نشو روږدي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن