محمودراقی(پژواک،۲ کب ۹۸): د کاپيسا پوليس وايي چې د دغه ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځمکنيو او هوايي بريدونو له د دوه ښځو په ګډون ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او نيول شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالشایق شورش پژواک اژانس ته وويل، د صفر يو قطعې د ځمکنيو او هوايي عملياتو په ترڅ کې چې د نجراب د غوث درې په غچولان کلي کې ترسره شول، د دوه ښځو په ګډون ١٢ د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، درې ټپيان او شپږ نور نيول شوي دي.
هغه زياته چې وژل شوې دوه ښځې د وسله والو همکارې وې.
ده وويل چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ملي دفاع وزارت هم ويلي و چې د کاپيسا په نجراب کې يې عمليات تر سره کړي او ددولت وسله والو مخالفينو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
تراوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن