ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د مخابراتي شبکو پر فعالیت لګولي محدودیتونه لرې کړل

طالبانو د مخابراتي شبکو پر فعالیت لګولي محدودیتونه لرې کړل

author avatar
22 Feb 2020 - 15:09
طالبانو د مخابراتي شبکو پر فعالیت لګولي محدودیتونه لرې کړل
author avatar
22 Feb 2020 - 15:09

کابل (پژواک، ۳ کب ۹۸): طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت له پیل سره د هېواد په ټولو هغو سیمو کې چې تر اوسه یې د مخابراتي شبکو پر فعالیت محدودیتونو وضع کړي وو، په ۲۴ ساعته ډول د فعالیت اجازه ورکړه.

د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته په هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه شوې او د افغانستان حکومت هم ویلي چې د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن دی.

د تاوتریخوالي کمول د تېرې شپې له ۱۲ بجو راهیسې پیل شوي او تر اوسه (له غرمې وروسته دوې بجې) د کوم برید راپور نه دی ورکړل شوی.

طالبانو د افغانستان په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکو ته اجازه نه ورکوله چې له غرمې وروسته تر بل سهاره مخابراتي فعالیتونه ولري، خو د تاوتریخوالي کمولو له پیل سره یې دغه محدودیت لرې کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی د مخابراتي شبکو فعاليت هغه مهال ځنډاوه چې د هوايي بریدونو او د چاپو ګواښ به شتون درلود.

هغه وایي، اوس چې د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمښت پړاو پیل شوی او ممکن بریدونه ونه شي، نو دوی مخابراتي شبکو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

هغه زیاتوي: «خو که په کوم ځای کې د دوی (مخابراتی شبکو) د تېلو د کمښت وجه وي، يا کومه تخنيکی ستونزه وي، هلته ممکن بند پاتې شي، خو په ډېرو ساحو کې به فعاليت ۲۴ ساعته شي.»

پژواک له میدان وردګو، هرات، بادغيس، فراه او ځینو نورو ولایتونو راپورونه ترلاسه کړي چې له تېرې شپې راهیسې پر مخابراتي شبکو لګېدلي محدودیتونه لرې شوي دي.

خلک د دغه اقدام ستاینه کوي.

د فراه ښار اوسېدونکي شفیع الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه مې موبایل کې انتن پیدا شو، داسې احساس مې وکړ چې نن شپه فراه کې اختر دی.»

ده هیله څرګنده کړه چې د تاوتریخوالي کمښت پر اوربند بدل او په جګړې ځپلي افغانستان کې د تل پاتې سولې پیل شي.

شفیع الله له طالبانو او د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.