کابل (پژواک، ٣ کب ٩٨): ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايي اتحاديې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسليک لپاره د نېټې د اعلان او د تاوتريخوالي کمولو د لړۍ پيلولو هرکلى کړى دى.
پرون امريکا او طالبانو هممهاله اعلان وکړ چې د راتلونکې شنبې په ورځ (د کب ١٠مه) به د تاوتريخوالي کمولو په اتمه ورځ د دوى ترمنځ د بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون لاسليک شي.
په دغه تړاو د امريکا او طالبانو ترمنځ له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې غير رسمي او له يوه کال راهيسې په قطر کې رسمي مذاکرات روان دي.
د تاوتريخوالي کمولو لړۍ له تېرې شپې دوولس بجې څخه پيل شوې ده.
د ناټو سازمان سرمنشي جينېز سټولټنبرګ په يوه پيغام کې د تاوتريخوالي کمولو او تړون د لاسليک اعلان کړى دى.
په بروکسل کې د هغه له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تاوتريخوالي کمولو پروسه د طالبانو يوه مهمه ازموينه ده، څو په ډاګه کړي چې دوى سولې ته ژمن دي.
هغه زياته کړې چې د تاوتريخوالي کمولو پروسې بريا به د بين الافغاني مذاکراتو پيل ته لاره او زمينه برابره کړي.
د ناټو سرمنشي ويلي چې د بين الافغاني مذاکراتو په پايله کې به دوامداره سوله او دا چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي، مرسته وکړي.
بلخوا ملګرو ملتونو هم د تاوتريخوالي کمولو د لړۍ پيلېدو هرکلى کړى دى.
په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره (يوناما) په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تاوتريخوالي پروسې برياليتوب به په افغانستان کې اوږودمهالې سولې ته لاره برابره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګرو ملتونه د افغانستان له ټولو اړخونو سره ګډ کار ته ژمن دي، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې د بريا لپاره لاره هواره شي.
ملګرو ملتونو له ټول ښکېلو ډلو غوښتي چې د تاوتريخوالي کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي هڅې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن