ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: تېر کال په افغانستان کې يو ځل بيا تر ۱۰زره ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

يوناما: تېر کال په افغانستان کې يو ځل بيا تر ۱۰زره ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Feb 2020 - 09:17
يوناما: تېر کال په افغانستان کې يو ځل بيا تر ۱۰زره ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Feb 2020 - 09:17

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما په خپل کلني راپور کې ويلي چې تېر زېږديز کال کې يو ځل بيا په افغانستان کې تر لسو زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د يوناما له خوا د کب په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان په جګړه کې ښکېلو ډلو په ۲۰۱۹ کال کې تر ۱۰زره ډېر ملکیان وژلي او ټپيان کړي دي، د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور له مخې، دا په روانه شخړه کې ملکیانو ته په لوړه کچه زیان په ډاګه کوي.

سرچينې زياته کړې، نوي راپور د ۳۴۰۳ ملکي وګړو وژل او د ۶۹۸۹ ټپي کېدل ثبت کړي چې ډېری ملکي تلفات د دولت ضد عناصرو له خوا اوښتي دي.

يوناما ويلي، دا په پرله پسې ډول شپږم کال دی چې د ملکي تلفاتو شمېر له ۱۰ زره څخه اوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ملکي وګړو ته په لوړه کچه د پرله پسې اوښتي زیان سربېره، د ۲۰۱۹ کال ملکي تلفاتو ارقام خورا ناوړه پړاو ته رسېدلي.

يوناما ويلي، د یوې لسیزې راهیسې په سیستماتیک ډول پر ملکي وګړو د جګړې د اغېزو له مستندولو وروسته ملګرو ملتونو ومونده چې په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي تلفاتو شمېر له ۱۰زره څخه اوښتی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشر تدامیچي یاماموتو وايي:  "په افغانستان کې نږدې هېڅ یو ملکي وګړی د روان تاوتریخوالي له زیانونو خوندي نه دی پاتې شوی".

نوموي زیاته کړه: "لکه څرنګه چې سوله اوږد مهال ته اړتیا لري او د سولې هڅې روانې دي، د ملکي وګړو ژوند باید خوندي شي او د ټولو خواوو لپاره اړینه ده چې د جګړې درولو لپاره فرصت له لاسه ورنه کړي. "

په نوي راپور کې شامل شوي ارقام چې د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له خوا په ګډه خپاره شوي، د تېر کال په پرتله پنځه سلنه کمښت ښیي چې په اصل کې د داعش له لوري ملکي تلفات کم شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د نورو جنګي ډلو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې، په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري ۲۱ سلنه او د نړیوالو نظامي ځواکونو له لوري ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی چې په عمده ډول د چاودېدونکو توکو د چاودنو او هوایي بریدونو د زیاتوالي له امله دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، سربېره پر دې چې د ۲۰۱۹ کال په جریان کې ملکي تلفات په خورا دقیقه توګه مستند شوي، راپور یو لړ سپارښتنې لري او په جګړه کې ښکېلو اړخونو ته ور په یادوي چې په قصدي ډول د ملکي وګړو یا ملکي تاسیساتو په نښه کول له نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده چې جنګي جرم بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر مشیل بیچلېټ وايي: "د جګړې ټولې خواوې باید د توپیر، تناسب او احتیاط کليدي اصول په پام کې ونیسي، څو د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.