ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو افغان سیاسي مشرانو هم د تاوتریخوالي کمولو لړۍ د پیل هرکلی کړی

ځینو افغان سیاسي مشرانو هم د تاوتریخوالي کمولو لړۍ د پیل هرکلی کړی

author avatar
22 Feb 2020 - 10:16
ځینو افغان سیاسي مشرانو هم د تاوتریخوالي کمولو لړۍ د پیل هرکلی کړی
author avatar
22 Feb 2020 - 10:16

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٨): يو شمېر افغان سياسي مشرانو هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون د اعلان او د تاوتريخوالي کمولو د پيل هرکلى کړى دى.

پرون امريکا او طالبانو همهاله اعلان وکړ چې راتلونکې شنبې (د کب ١٠مه او د تاوتريخوالي کمولو اتمه ورځ) به د دوى ترمنځ د بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون لاسليک شي.

په دې تړاو د امريکا او طالبانو تر منځ له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې غير رسمي او له يوه کال راهيسې په قطر کې رسمي مذاکرات روان وو.

د تاوتريخوالي کمولو لړۍ د تېرې شپې له دوولس بجې پيل شوې ده.

د اجرائيه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسليکولو نېټې د اعلان او تاوتريخوالي کمولو د پيل  هرکلى کړى دى.

هغه زياته کړې، د پام وړ تاوتريخوالى کمول د سراسري او دايمي اوربند او بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره مهم ګام دى.

عبدالله ويلي، د ملکي او امنيتي ځواکونو د تلفاتو د مخنيوي  او کمولو په برخه کې د هر اقدام هرکلى او دفاع کوي.

اجراييه رئيس هيله څرګنده کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليک سره ژر تر ژره بين الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

ده زياته کړې: ((موږ د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهورت دولت د ټول شموله پلاوي جوړولو کې هر ډول همکاري کوو.))

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو اسلامي تحریک له خوا د سولې د توافقنامې د لاسلیک کولو د نېټې له اعلانه هرکلی کړى دى.

د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي هیله څرګنده کړې چې په ټاکل شوې نېټه تړون لاسلیک، بین الافغاني مذاکرات پيل او په هېواد کې د اوږدمهاله او سراسري سولې زمینه برابره شي.

پخواني ولسمشر همداراز هیله څرګنده کړې چی په روانو حساسو شرایطو کې د هېواد ټول خلک پر یوه غږ او اتحاد او اتفاق پر ملي ټغر راټول شي او په ګډه خپل هېواد له روان کړکېچه وژغوري، څو افغانان د  بهرنيو له مداخلو پرته په یو ازاد او اباد افغانستان کې د یو بل ترڅنګ سوله يیز ژوند وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.