ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خالد: له بېګا راهيسې يواځې په څو محدودو سيمو کې بريدونه شوي

خالد: له بېګا راهيسې يواځې په څو محدودو سيمو کې بريدونه شوي

author avatar
22 Feb 2020 - 15:48
خالد: له بېګا راهيسې يواځې په څو محدودو سيمو کې بريدونه شوي
author avatar
22 Feb 2020 - 15:48

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د تاوتريخوالي کمولو په موده کې د هېواد ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت کې او له تېرې شپې راهيسې یې يواځې له دوو ولايتونو د بريدونو راپورونه يې ترلاسه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد دغه څرګندونې نن (د کب ٣مه) په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له سرپرست مسعود اندرابي او د ناټو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په يوې ګډې خبري غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې د تېرې شپې له دوولسو بجو راهيسې د تاوتريخوالي کمولو پروسه پيل شوې او د هېواد ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي حالت کې  دي او تعرضي او يرغليز بريدونه يې بند کړي دي.

ده زياته کړه چې د تېرو ورځو په نسبت په بريدونو او امنيتي پېښو کې ډېر کمښت راغلى، يواځې په څو محدودو سيمو کې بريدونه شوي چې يو د بلخ په زارې ولسوالۍ کې شوی او افغان ځواکونو له ځانه د دفاع په موخه دفع  کړى دى.

د نوموړي په وينا، دويم بريد د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې شوى، خو د کوم مرګ ژوبلې راپور نه دى ترلاسه شوى.

خالد وويل، دوى پر دې کار کوي چې د دغو بريدونو لامل څه و، کېداى شي د يادو سيمو وسله والو ته تر اوسه د تاوتريخوالي کمولو په اړه معلومات نه وي ورکړل شوي.

نوموړي زياته کړه چې په دومره لويه جګړه کې څو بريدونه کېږي؛ ځکه چې تر اوسه بشپړ اوربند نه دى شوى، يواځې د تاوتريخوالي کمولو په اړه موافقه شوې ده.

د يادونې ده، وسله والو طالبانو د تاوتريخوالي کمولو په موده کې خپلو وسله والو ته په کلکه سپارښتنه کړې چې د دولت واک لاندې سيمو ته ولاړ نه شي.

په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې اسدالله خالد وويل، که چېرې هغوى ښارونو ته راشي، نو د دوى غېږه ورته خلاصه ده او د تېر ځل په څېر به يې مېلمه پالنه وشي.

هغه په ډاګه کړه چې په دې موده کې د دولتي ځواکونو سرتېري هم د طالبانو ساحو ته تګ نه کېږي او يواځې له خپل ځانه به دفاع کوي.

خالد د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل چې له افغان ځواکونو سره د نړيوالې ټولنې ژمنې پر خپل ځاى دي او تېره اوونۍ د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې دا ژمنه يو ځل بيا تازه شوه.

ده زياته کړه چې د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد به عمليات ادامه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.