د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ناټو قوماندان: هيله ده د تاوتريخوالي کمولو موده وغځول شي

د ناټو قوماندان: هيله ده د تاوتريخوالي کمولو موده وغځول شي

Feb 22, 2020 - 14:59

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٨): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هيله من دى چې د تاوتريخوالي کمولو موده وغځول شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن )د کب ٣مه( په کابل کې د ناټو عمومي قوماندانۍ په مقر کې د افغانستان د ملي دفاع له سرپرست وزير اسدالله خالد او د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه، نن د تاوريخوالي کمولو د امتحاني دورې د پيل لومړۍ ورځ ده، ټولو خواوو موافقه کړې ده چې په دې موده کې به تاوتريخوالى کموي.

جنرال مېلر وويل چې د تاوتريخوالي کمولو پروسه يو ښه چانس دى چې اوږودمهاله اوربند او سولې ته لاره هواره شي.

د ناټو قوماندان زياته کړه چې ټولې خواوې بايد په دې موده کې خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره کړي .

نوموړى وايي: ((د ناټو برخې اړوند، زه د غوڅ ملاتړ ماموريت په استازيتوب دا ډاډ ورکوم چې د تاوتريخوالي کمولو په موده کې به موږ خپل مسووليتونه په جدي توګه ترسره کوو.))

جنرال سکاټ مېلر هيله څرګنده کړه چې طالبان هم په دې موده کې خپل مسووليتونه په سمه توګه ادا کړي.

د هغه په وينا، د خپلو ژمنو او مسووليتونو د عملي کولو په تړاو امريکا او افغان ځواکونو خپل ټول يرغليز عمليات درولي او په دفاعي حالت کې دي.

د ناټو قوماندان وويل چې دوى له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او خپلو همکاريو او ملاتړ ته به دوام ورکوي.

هغه زياته کړه، په مشروط ډول د تاوتريخوالي  کمول د عامو افغانانو بريا ده او طالبان هم بايد په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

جنرال ميلر د پژواک اژانس  د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، دوى هيله من دي چې د تاوتريخوالي کمولو موده وغځول شي، څو چې افغان حکومت او طالبانو د دوامداره اوربند په اړه يوې پرېکړې ته ورسېږي.

د يادونې ده، له تېرې شپې دوولسو بجو راهيسې د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې  دتاوتريخوالي کمولو لړۍ پيل شوې ده.

يوې بلې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ويلي چې د تاوتريخوالي کمولو موده به تر هغې پورې غځول کېږي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې پر اوربند هوکړه نه وي شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking