ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په هلمند کې د جوارو حاصل ډېر شوی

سږ کال په هلمند کې د جوارو حاصل ډېر شوی

author avatar
22 Feb 2020 - 11:54
سږ کال په هلمند کې د جوارو حاصل ډېر شوی
author avatar
22 Feb 2020 - 11:54

لښکرګاه (پژواک، ٣ کب ٩٨): د هلمند د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې جوارو ١٩٠زره ټنه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله ١٦،٥ سلنه زياتوالى ښيي.

دغه څرګندونې د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د کب په درېيمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

الکو وويل چې سږ کال د دغه ولايت پر ٣٨زره هکتاره ځمکه جوار کرل شوي وو چې ١٩٠زره ټنه حاصل ترې ترلاسه شوی دی.

هغه زياته کړه: ((د تېر کال په پرتله د جوارو حاصلات په دغه ولايت کې ١٦،٥ سلنه زياتوالى ښيي.))

د الکو په خبره، د کرنې رياست د مسلکي کارمندانو له لوري بزګرو ته د زده کړو ورکولو او د اصلاح شوو تخمونو د وېش په پايله کې د جوارو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د هلمند جوار په هېواد کې ښه بازار لري او نورو ولايتونو ته هم صادرېږي.

د هغه په وينا، د هلمند له پنځو تر نهو سوو مټريک ټنو پورې جوار هره ورځ کندهار ښار، بولدک، کلات، شاجوى، مقر ولسوالۍ، غزني ښار، لوګر، کابل او ځينو نورو ولايتونو ته صادريږي.

ده زياته کړه: ((په دغو ولايتونو کې تر پروس وروسته له دغو جوارو څخه د حيواناتو خوراکي توکي او نباتي غوړي جوړوي.))

په ورته وخت کې د نادعلي ولسوالۍ يوه بزګر عبدالخالق پژواک ته وويل چې سږ کال يې د جوارو د حاصلاتو کچه لوړه ده.

خو دى وايي: ((حاصلات يې ډېر دي، خو سم بازار نه لري، موږ غواړو چې د بزګرانو د حاصلاتو د خرڅلاو لپاره يو لوى بازار جوړ شي.))

همدارنګه د ناوې ولسوالۍ يوه بزګر محمد نعيم پژواک ته وويل چې سږ کال يې په لسګونه جريبه ځمکه کې جوار کرلي وو.

ده هم وويل چې د حاصلاتو کچه يې ښه وه خو که چېرې د کرنې رياست له لوري پر وخت دوى ته اصلاح شوي تخمونه او نور امکانات ورکړل شي، د دوى د حاصلاتو کچه به څو برابره نوره هم لوړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.