د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نړيوالې ټولنې د تاوتريخوالي کمولو د پيل هرکلى وکړ

نړيوالې ټولنې د تاوتريخوالي کمولو د پيل هرکلى وکړ

Feb 22, 2020 - 09:23

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٨): ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايي اتحاديې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسليک لپاره د نېټې د اعلان او د تاوتريخوالي کمولو د لړۍ پيلولو هرکلى کړى دى.

پرون امريکا او طالبانو هممهاله اعلان وکړ چې د راتلونکې شنبې په ورځ (د کب ١٠مه) به د تاوتريخوالي کمولو په اتمه ورځ د دوى ترمنځ د بهرنيو ځواکونو د وتلو تړون لاسليک شي.

په دغه تړاو د امريکا او طالبانو ترمنځ له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې غير رسمي او له يوه کال راهيسې په قطر کې رسمي مذاکرات روان دي.

د تاوتريخوالي کمولو لړۍ له تېرې شپې دوولس بجې څخه پيل شوې ده.

د ناټو سازمان سرمنشي جينېز سټولټنبرګ په يوه پيغام کې د تاوتريخوالي کمولو او تړون د لاسليک اعلان کړى دى.

په بروکسل کې د هغه له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تاوتريخوالي کمولو پروسه د طالبانو يوه مهمه ازموينه ده، څو په ډاګه کړي چې دوى سولې ته ژمن دي.

هغه زياته کړې چې د تاوتريخوالي کمولو پروسې بريا به د بين الافغاني مذاکراتو پيل ته لاره او زمينه برابره کړي.

د ناټو سرمنشي ويلي چې د بين الافغاني مذاکراتو په پايله کې به دوامداره سوله او دا چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي، مرسته وکړي.

بلخوا ملګرو ملتونو هم د تاوتريخوالي کمولو د لړۍ پيلېدو هرکلى کړى دى.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره (يوناما) په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تاوتريخوالي پروسې برياليتوب به په افغانستان کې اوږودمهالې سولې ته لاره برابره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګرو ملتونه د افغانستان له ټولو اړخونو سره ګډ کار ته ژمن دي، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې د بريا لپاره لاره هواره شي.

ملګرو ملتونو له ټول ښکېلو ډلو غوښتي چې د تاوتريخوالي کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي هڅې وکړي.

دغه راز په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا هم د دغه اعلان هرکلى کړى او دا يې يو مثبت اقدام ګڼلى دى.

هغه د تاوتريخوالي کمولو د اعلان په تړاو ښکېلو ډلو ته مبارکي ورکړې ده چې په دې برخه کې يې بريالي مذاکرات کړي دي.

د يو بل خبر له مخې، پاکستان هم د تاوتريخوالي کمولو هرکلى کړى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د امريکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکي تړون هرکلى هم کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان تل د افغان شخړې د هواري او د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پيلېدو لپاره اسانتياوې برابرې کړې او په راتلونکي کې به يې هم کوي.

پاکستان هيله څرګنده کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليک سره به بين افغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي او له افغانانو يې غوښتي چې له دغه تاريخي چانسه ګټه پورته کړي.

دغه راز يو شمېر نورو هېوادونو هم د تاوتریخوالي کمولو د لړۍ د پیل هرکلى کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking