د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په څو ولايتونو کې د تاوتريخوالي د کمولو په تړاو خوښۍ وشوې

په څو ولايتونو کې د تاوتريخوالي د کمولو په تړاو خوښۍ وشوې

Feb 22, 2020 - 18:18

جلال اباد، ګردېز (پژواک، ٣ کب ٩٨) : په ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې سلګونو کسانو په هېواد کې د تاوتريخوالي کمولو  پيل په جشن او اتڼونو ونمانځه.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې په ټول هېواد کې له تېرې شپې دولسو بجو راهيسې د تاوتريخوالي کمولو پروسه پيل شوې ده.

د افغانستان د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه تر اوسه د دوو وړو بريدونو راپور ورکړل شوى، نو په ټول هېواد کې د نا امنۍ پېښې نه دي شوي.

د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ګڼ ديني عالمان، مدني فعالان او ځوانان په هېواد کې د تاوتريخوالي کمولو اونۍ په ملاتړ راووتل او په دې مناسبت يې خوښي ښکاره کړه.

دوی د جګړې له ښکېلو غاړو بيا د جګړې نه کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د تاوتريخوالي دا کمی بايد په دايمي اوربند بدل شي.

د پکتيا د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالغفور رحيمي د تاوتريخوالي دا څو ورځينی کمی د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو غوره فرصت وباله او ټينګار يې وکړ چې دواړه خواوې بايد د هېواد په ګټه انعطاف ومني.

هغه زياته کړه: ((په دې شرايطو کې سوله مبرم ضرورت دی. دولت او طالبان وروڼه دې نرمښت وښيي، له خپلو دريځونو دې راټيټ شي. په نننيو شرايطو کې واجب ده چې دا د يوې اونۍ اوربند، دايمي اوربند شي.))

ديني عالم محمدشاه فضلي وويل، په جګړه کې ټول زيان افغانانو ته اوړي او له تېر څخه په تجربې بايد د نورو په ګټه او خوښه روانه جګړه پای ته ورسول شي.

دى زياتوي: ((دواړه جانبه د توحيد کلمه وايي، د دوی تر منځ سوله کول مشکل نه دی؛ ځکه موږ واضح الهي آيتونه لرو. زما په فکر د دولت او طالبانو تر منځ اوس لرېوالی نه دی پاتې. له دې ځايه چې لاړئ؛ فرد، فرد د سولې اواز تعقيب او لا نور خپور کړئ.))

قومي مشر حاجي احمدجان د ځينو افغان سياسيونو له خوا د واک لپاره پر روانو ناندريو هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې ياد کسان بايد په سم ډول له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره په دې تاريخي او حساسو شرايطو کې له مغرضانه حرکتونو تېر شي.

د زرمت ولسوالي قومي مخور عبدالقيوم په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو او نړيوالې ټولنې غواړي چې له روان تاريخي حالت څخه د بريالي راوتو لپاره بايد خپل مسووليت په سم ډول تر سره کړي.

نوموړي زياته کړه: ((دا اووه ورځې دې دايمي شي، دواړه خواوې دې سمه غاړه ورته کېږدي، دا د ټولو افغانانو ارمان او حق دی. سياسيون دې هم خپل مشکلات حل کړي، دوی ته ډېره د شرم خبره ده چې د هېواد په داسې حساسو شرايطو کې د چوکۍ پر سر سره خوري.))

مدني فعال عبدالله افغان وويل، ښايي ځينې ډلې د جګړې نه کولو له هوکړې د ناوړه ګټې اخيستو هڅه وکړي، چې په خبره يې ټولې خواوې بايد د دا ډول مغرضانه حرکتونو او ناسم پوهاوي د رامنځته کېدو مخنيوي ته متوجه اوسي.

د يو بل خبر له مخې، د جلال اباد ښار اوسېدونکو هم په ډولونو او اتڼونو سره د تاوتريخوالي د کمېدو هرکلی وکړ.

دوی چې تېره شپه او نن سهار جلال اباد ښار ته راوتلي وو، ويل يې خوښ دي چې په تاوتریخوالي هوکړه شوې او دغه هوکړه به تلپاتې اوربند ته زمینه مساعده کړي.

دوى همداراز په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي اونۍ ټول موارد عملي کړي.

د سولې ولسي حرکت غړی دوه غړي میرویس مېلمه پال او ناصر خان ناصري وایي، د ننګرهار ولسونه د خوښۍ احساس کوي، نو ځکه د ننګرهار له ټولو ولسوالیو څخه خلک جلال اباد ښار ته راغلي چې د تاوتریخوالي کمېدو خوښي ونمانځي.

دوى همداراز په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له دې وروسته اوربند ته غاړه کېږدي ترڅو تلپاتې سولې ته زمینه برابره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking