جلال اباد، ګردېز (پژواک، ٣ کب ٩٨) : په ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې سلګونو کسانو په هېواد کې د تاوتريخوالي کمولو پيل په جشن او اتڼونو ونمانځه.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې په ټول هېواد کې له تېرې شپې دولسو بجو راهيسې د تاوتريخوالي کمولو پروسه پيل شوې ده.
د افغانستان د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه تر اوسه د دوو وړو بريدونو راپور ورکړل شوى، نو په ټول هېواد کې د نا امنۍ پېښې نه دي شوي.
د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ګڼ ديني عالمان، مدني فعالان او ځوانان په هېواد کې د تاوتريخوالي کمولو اونۍ په ملاتړ راووتل او په دې مناسبت يې خوښي ښکاره کړه.
دوی د جګړې له ښکېلو غاړو بيا د جګړې نه کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د تاوتريخوالي دا کمی بايد په دايمي اوربند بدل شي.
د پکتيا د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالغفور رحيمي د تاوتريخوالي دا څو ورځينی کمی د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو غوره فرصت وباله او ټينګار يې وکړ چې دواړه خواوې بايد د هېواد په ګټه انعطاف ومني.
هغه زياته کړه: ((په دې شرايطو کې سوله مبرم ضرورت دی. دولت او طالبان وروڼه دې نرمښت وښيي، له خپلو دريځونو دې راټيټ شي. په نننيو شرايطو کې واجب ده چې دا د يوې اونۍ اوربند، دايمي اوربند شي.))
ديني عالم محمدشاه فضلي وويل، په جګړه کې ټول زيان افغانانو ته اوړي او له تېر څخه په تجربې بايد د نورو په ګټه او خوښه روانه جګړه پای ته ورسول شي.
دى زياتوي: ((دواړه جانبه د توحيد کلمه وايي، د دوی تر منځ سوله کول مشکل نه دی؛ ځکه موږ واضح الهي آيتونه لرو. زما په فکر د دولت او طالبانو تر منځ اوس لرېوالی نه دی پاتې. له دې ځايه چې لاړئ؛ فرد، فرد د سولې اواز تعقيب او لا نور خپور کړئ.))
قومي مشر حاجي احمدجان د ځينو افغان سياسيونو له خوا د واک لپاره پر روانو ناندريو هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې ياد کسان بايد په سم ډول له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره په دې تاريخي او حساسو شرايطو کې له مغرضانه حرکتونو تېر شي.
د زرمت ولسوالي قومي مخور عبدالقيوم په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو او نړيوالې ټولنې غواړي چې له روان تاريخي حالت څخه د بريالي راوتو لپاره بايد خپل مسووليت په سم ډول تر سره کړي.
نوموړي زياته کړه: ((دا اووه ورځې دې دايمي شي، دواړه خواوې دې سمه غاړه ورته کېږدي، دا د ټولو افغانانو ارمان او حق دی. سياسيون دې هم خپل مشکلات حل کړي، دوی ته ډېره د شرم خبره ده چې د هېواد په داسې حساسو شرايطو کې د چوکۍ پر سر سره خوري.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن