د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې د سرو زرو نسبي بیې تر پنځه سلنه ډېرې لوړې شوې دي

په کابل ښار کې د سرو زرو نسبي بیې تر پنځه سلنه ډېرې لوړې شوې دي

Feb 22, 2020 - 18:42

 

کابل (پژواک، ۳ کب ۹۸): د تېرې شنبې په نسبت نن په کابل ښار کې د سرو زرو بیې لوړې شوې، خو د فزاقي اوړو او پاکستانۍ بورې بیې راټیټې شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکي بصیراحمد وویل، تېرې شنبې ته په کتو نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زور بیه له ۳۲۰۰ څخه ۳۳۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ۵۸۵ عیارو روسي سرو زرو بیه له ۲۶۰۰ څخه ۲۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو لوړاوالی په نړيوالو بازارونو کې د هغو د بیو له لوړوالي سره تړاو لري.

د قزاقي اوړو او پاکستانۍ بورې په بیو کې لږ ټیټوالی راغلی دی.

د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلويي عمده پاکستانۍ بورې د پلور بیه له ۱۹۸۰ څخه ۱۹۶۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۵۳۰ افغانۍ ته راټیټې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو توکو بیې د پاکستان او قزاقستان په بازارونو کې هم ټیټې شوې دي.

د کابل ښار د منډوي عمده پلورونکي محمد صمیم وویل، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو عمده بیه۱۲۴۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په ځینو مواردو کې د یو شمېر توکو عمده بیې له پرچون بیو سره لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۱۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وریجې په ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په پرچون ډول په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو بیو بدلون نه دی موندلی.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۴۶ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۶ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن لکه تېره شنبې یو کیلو مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ پلورل کېږی.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسن په وینا، د سلواغې په ۲۴مه د پنجشنبې په ورځ د یوه امریکايي ډالر د پلور ارزښت ۷۶،۹۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۲ افغانۍبدلېدې.

د سلواغې په ۲۶مه د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۸ افغانۍ بدلېدلې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking