ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره له ایران سره هر ډول  تګ راتګ بند کړ

حکومت د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره له ایران سره هر ډول تګ راتګ بند کړ

author avatar
23 Feb 2020 - 18:51
حکومت د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره له ایران سره هر ډول  تګ راتګ بند کړ
author avatar
23 Feb 2020 - 18:51

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٨): حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د موقت وخت لپاره له ایران سره هر ډول (هوايي او ځمکنی) تګ راتګ بند کړ او هم يې له ايران او پاکستان څخه د کوچنيو چرګانو او هګيو پر وارداتو بنديز ولګاوه.

دغه مطلب د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلى دى.

سرچينه زياتوي، په هغې ناسته کې چې نن د ملي امنیت د مشاور ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ په هېواد کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ په اړه جوړه شوه، تصمیم ونیول شو چې په هېواد کې دننه له دې ویروس سره د مبارزې او له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د دغه ویروس د راتګ د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول شي.

سرچينه کاږي، همدا راز په دې جلسه کې پر نورو لازمو اقداماتو هم خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فېروز دغې جلسې ته وویل چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته واقعه نه ده ثبت شوې، خو د مریضانو د تشخیص، قرنطین او تداوۍ لپاره یې په مرکز او ولایتونو کې کامله امادګي نیولې ده.

ده زیاته کړه، له دې ویروس سره د مبارزې لپاره باید د رسنیو، دیني عالمانو او مدني ټولنو له ادرسونو عامه پوهاوی زیات او خلکو ته وویل شي، چې په ورځ کې په متعدده توګه په صابون لاسونه پرېمینځي، همېشه ماسکونه استعمال کړي او له غیر ضروري تجمعاتو ډډه وکړي، ځکه دا ویروس له انسان څخه انسان ته د انتقال وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي چې د کرونا درې مشکوکې پېښې د هرات په درېيو اوسېدونکي چې تازه د ايران له قم ښار څخه راستانه شوي وو، ليدل شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله، په هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په دې جلسه کې پرېکړه وشوه، چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره زیات کړي او همداراز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه ریزرف شي.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړې کمېټې ایجاد او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ژر تر ژره پیل شي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې کونسلي خدمات محدود کړي او له هغه هېواده وغواړي چې د افغانانو د ایستلو (دیپورټ) لړۍ ودروي.

په همدې ترتیب د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو ته سپارښتنې وشوې، چې د راتلونکو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د تجارت او ټرانزیټ د زیاتوالي لپاره چمتووالى ونیسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.