ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ ځوانانو د تاوتريخوالي د کمېدو هرکلى وکړ

د کونړ ځوانانو د تاوتريخوالي د کمېدو هرکلى وکړ

author avatar
23 Feb 2020 - 17:04
د کونړ ځوانانو د تاوتريخوالي د کمېدو هرکلى وکړ
author avatar
23 Feb 2020 - 17:04

اسعد اباد (پژواک، ٤ کب ٩٨) : په کونړو ولايت کې لسګونو ځوانانو د يوې غونډې په ترڅ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي د راکمولو د هوکړې هرکلی وکړ .

دغه لسګونه کسان چې د ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې راټول شوي وو، د افغان سیاسیونو ترمنځ د واک پرسر پر ناندريو يې اندېښنه څرګنده کړه.

د غونډې يوتن ګډونوال محمد شعیب غروال وويل، د سیاسیونو تر منځ اوسنۍ ناندرۍ د اندېښنې وړ دي او دوى غواړي چې د ټاکنو موضوع نوره وتړل شي.

هغه د جګړې له ښکېلو اړخونو مننه وکړه چې يوه اوونۍ يې د تاوتريخوالي د کمښت ژمنه کړې، دغه ارز يې  ددايمي اوربند غوښتنه هم و کړه.

د ثناءالله تسل په نامه بل تن وويل چې د طالبانو، امریکا او حکومت اوسنی اقدام د ستایلو دی، چې تاوتریخوالی يې کم کړی .

ده زياته کړه :(( موږ غواړو، چې دايمي سوله راشي، دغه راز له حکومتي مشرانو او سیاسیونو غوښتنه کوو، چې د ټاکنو اوسنۍ لانجې او ناندرۍ پای ته ورسوي. ))

دغه راز د غونډې بل ګډونوال محمد اصف د افغان سیاسیونو تر منځ اوسنی جنجال خواشينوونکی وباله او  ژر تر ژر يې ددې شخړو دهواري غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په هېواد کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لړۍ پيل شوې ده.

د سولې لپاره د ځوانانو د اړيکو ګروپ د دارالانشا رييس سنګرامیرزاده وويل : (( زموږ هدف دا دى چې د هېواد په دې حساسو او نازکو شرایطو کې له طالبانو سره دسولې خبرې په اغېزمنه توګه پای ته ورسېږي او په دغه ملي پروسه کې د هېواد ځوانان په سمه توګه خپل رول ولوبوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.