ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د ولسمشر د لوړې مراسم به تر راتلونکو پنځو ورځو ترسره شي

سرچینه: د ولسمشر د لوړې مراسم به تر راتلونکو پنځو ورځو ترسره شي

author avatar
23 Feb 2020 - 15:30
سرچینه: د ولسمشر د لوړې مراسم به تر راتلونکو پنځو ورځو ترسره شي
author avatar
23 Feb 2020 - 15:30

 

کابل (پژواک، ۴ کب ۹۸): د حکومت یوه سرچینه وایي چې د ولسمشر د لوړې مراسم په نږدې راتلونکې کې ترسره کېږي او د ترسره کولو لپاره یې کمېسیون هم جوړ شوی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو وروستۍ پایلې د تېرې سې شنبې په ورځ اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني له ټولو معتبرو رایو څخه د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۸ کال د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

خو د دې ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله چې د ثبات او همپالنې ټېم په سر کې ځای لري، د ۱۴ نوماندانو له ډلې له ۳۹ سلنه ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره په دویمه درجه کې راغی چې د دې پایلو له اعلان سره یې مخالفت وکړ او خپل ځان یې د یادو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

هغه وویل، «ټول شموله حکومت» اعلانوي، دغه راز د دغه ټېم د رهبرۍ غړو ویلي وو چې تازه والیان به معرفي کوي.

یوه حکومتي سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، تمه ده په نږدې راتلونکې کې به د لسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم ترسره شي.

هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل؛ خو ویې ویل چې په دې اړه د لسمشر له خوا کمېسیون جوړ شوی او نور معلومات به رسنیو ته یاد کمېسیون ورکوي.

دغه راز یوې بلې معتبرې حکومتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې ټاکل شوې د ولسمشر د لوړې مراسم د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

بلخوا د ۹۸/۱۲/۳ نېټې د ۲۷۶۸ ګڼې حکم په کاپي کې چې په یو شمېر ټولنيزو پاڼو خپور شوی او یوه کاپي یې پژواک ته هم رسېدلې، یاودنه شوې چې د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.

په یاد حکم کې چې تېره ورځ خپور شو راغلي: ((د افغانستان د اساسي قانون د ۶۳مې مادې د حکم له مخې او د هېواد د منتخب ولسمشر د لوړې مراسمو د ترسره کېدو لپاره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رییس متین بېګ او د پروان ولایتي شورا د رییس غلام بها‌‎ءالدین په مشرۍ د دولتي عالي کمېسیون جوړښت چې د (د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، په سیاسي او ولسي چارو کې د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال، د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست سرپرست، د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې عمومي رییس او د ولسمشرۍ مقام ارشد مشاور وحید عمر او په فرهنګي چارو کې د ولسمشر ارشد مشاور شاه حسین مرتضوي یې غړي دي، منظوروو.

همداراز په حکم کې راغلي چې د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونه، د ترانسپورټ او د ملي امنیت ریاست، د کابل ښار والي او نورې اړوندې ادارې مکلفې دي څو د لوړې مراسمو له ترسره کېدونکي کمېسیون سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.