ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د کرونا ناروغۍ درې شکمنې پېښې ثبت شوي

author avatar
23 Feb 2020 - 18:56
author avatar
23 Feb 2020 - 18:56

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٨): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې د هرات په درېیو اوسېدونکو کې چې د ایران له قم ښار څخه تازه راستانه شوي، د کورونا درې شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار نن رسنیو ته وویل، تر اوسه درې افغانان چې تازه له ایران څخه هرات ته راغلي، د کرونا ناروغۍ شکمنې نښې لري او تر جدي څارنې لاندې دي.

هغه تایید کړه چې دغه درې موارد قطعي نه دي او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به یې وروستۍ پایلې اعلان شي.

له دې مخکې هم ځینو خبري سرچینو په هرات ښار کې د کرونا ناروغۍ خبر ورکړی و، خو د هرات سیمه ییزو چارواکو دغه خبرونه رد کړل.

بلخوا د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وايي، په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ د تشخیص امکان نشته او شکمنې نمونې د تشخیص لپاره عامې روغتیا وزارت ته لېږل کېږي.

د یادونې وړده چې کرونا ویروس د چین په واهان ښار کې را پيدا شو چې تر اوسه له ۸۰ زرو ډېر کسان پر اخته شوي او شاوخوا ۲۳۵۰ کسان یې مړه کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.