ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د برېښنا پر ٢٢ پروژو کار روان دى”

” د برېښنا پر ٢٢ پروژو کار روان دى”

author avatar
23 Feb 2020 - 17:15
” د برېښنا پر ٢٢ پروژو کار روان دى”
author avatar
23 Feb 2020 - 17:15

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٨): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په ٣٣ ولايتونو کې د برېښنا پر ٢٢ پروژو کار روان دى او تر دوو کلونو پورى به په ټول هېواد کې د برېښنا د پرچاوۍ مسئله  حل شي.

 دغه څرګندونې د برېښنا شرکت اجراييوي رييس امان الله غالب د کب په څلورمه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

ده وویل چې اوس مهال د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې برېښنا توليديږي چې په ټوليز ډول ۶۲۸ مېګاواټه برېښنا توليدوي.

غالب وايي چې اوس مهال افغانستان له څلور وارداتي لینونو ترکمنستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان څخه ۱۰۱۵میګاواټ برېښنا واردوي.

نوموړي د معلوماتو له مخې، دوى پلان درلوده چې په ۱۳۹۸ کال کې پر ١٠٣ پروژو کار وکړي، خو له دې ډلې نهه پروژې یې بشپړې شوي او  ۲۲  يې تر کار لاندې دي.

د نوموړي په وينا، د برېښنا بيل د نه ورکولو او د برېښنا د ناقانونه کارولو له امله ٣١٨ کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

 ده وویل چې  ناامني، د خلکو د ځمکو استملاک، د بودیجې کمښت او ټولنیزې ستونزې د دوی د کار پر وړاندې لوي خنډونه دي.

امان زياته کړه چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر پايه به د برېښنا د پرچاوۍ مسئله حل شي او نور به ياده ستونزه نه وي.

هغه وویل چې د ترکمنستان او ایران هېوادونو د وارداتي برېښنا په تعرفه کې کموالى راغلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.