ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان قومي مشرانو د ثبات او همپالنې ټیم له خوا د بل حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ

د بغلان قومي مشرانو د ثبات او همپالنې ټیم له خوا د بل حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ

author avatar
23 Feb 2020 - 11:53
د بغلان قومي مشرانو د ثبات او همپالنې ټیم له خوا د بل حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ
author avatar
23 Feb 2020 - 11:53

پلخمري (پژواک، ۴ کب ۹۸): د بغلان قومي مشرانو په دغه ولايت په بل نوم د حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې دغه ډول کړنې هېواد له نوو ستونزو سره مخ کوي.

د بغلان لسګونو قومي مشرانو دغه څرګندونې د کب په څلورمه د ثبات او همپالنې ډلې له لوري د ټول شموله حکومت د جوړېدو په غبرګون کې وکړې.

د ولسمشر ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې د ټول شموله حکومت د رامنځته کولو اعلان وکړ او د  شمال زون د ځينو ولايتونو لپاره يې واليان هم ګومارلي دي.

خو د بغلان د قومي مشرانو له لوري په جوړه شوې غونډه کې قومي مشر ملا محمد عالم مطمين وويل: ((موږ هېڅکله په هېواد کې په بل نوم حکومت نه غواړو اوس وخت دی چې ټول د سولې خبرو د پرمختګ لپاره کار وکړو نه داچې تازه ستونزو ته لارې پیدا کړو.))

مطمین وویل، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې، هېڅوک حق نه لري چې پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او که څوک غواړي په بغلان کې د خپلې خوښې ناقانونه سیمه يیزه اداره جوړه کړي، ولس یې پر وړاندې کلک درېږي.

دی زیاتوي: ((هغو چې نیت يې د ملي مشارکت حکومت جوړول و، ولې یې پنځه میاشتې وړاندې دغه طرحه نه  وړاندې  کوله، اوس يې چې واک له لاسه وځي، غواړي په دې پلمه بیا ځل د پردیو په مشوره ځان واک ته ورسوي.))

دغه راز بل قومي مشر حاجي عبدالرحمن وویل چې په کابل کې يو شمېر کسان د تل لپاره په واک کې د پاتې کېدو په موخه د ټول شموله حکومت د جوړولو هڅې کوي.

هغه وايي: ((خلک اوس هوښياره شوي دي، په هېڅ صورت د زور واکمن نه مني، دغه کسان بايد د سولې لپاره هلې ځلې وکړي نه په بل نوم حکومت د جوړلو لپاره.))

همدارنګه بل قومي مشر کریم شینواري وویل چې د افغانستان په څېر جنګ ځپلې هېواد کې د په بل هر نوم د حکومت اعلانول د هېچا په ګټه نه دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.