د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د جګړې قربانيانو له بايومټريک کولو سره به د خيالي کسانو مخه ونيول شي"

"د جګړې قربانيانو له بايومټريک کولو سره به د خيالي کسانو مخه ونيول شي"

Feb 23, 2020 - 18:19

کابل(پژواک، ۴ کب ۹۸): حکومتي چارواکي وايي چې د جګړې د قربانيانو د بايومټريک کولو چارې يې پيل کړي چې ورسره به تر ډېره بريده په دغه برخه کې د خيالي کسانو د شتون مخه ونيول شي.

دغه څرګندونې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي د کب په څلورمه کابل کې په برېښنايي بڼه د امنيتي ځواکونو د قربانيانو د بايو مټريک سيستم د هوکړې د لاسليک کولو پرمهال وکړې.

ده وویل چې اوس مهال د کورنیو چارو، ملي دفاع او مالیې وزارتونو په همغږۍ د جګړې قربانيانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د بايو مټريک نوی سیستم رامنځته شوی دی.

ده زياته کړه چې د دغه سيستم په پلي کولو سره به د جګړې د قربانيانو کورنۍ وکولاى شي په اسانه توګه ځانونه راجستر کړي او مياشتني حقوق ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ دغه سيستم په ټول هېواد کې عملي کوو چې ورسره به تر ډېره شفافيت رامنځته شي او په دغه برخه کې به د خيالي کسانو د شتون مخه ونيول شي.))

همداراز د مالیې وزارت د خزاینو لوی ريیس اختیار ولي وويل چې یاد سیستم به له دوی سره مرسته وکړي ترڅو خیالي قربانيان پيدا او حساب يې له منځه یوسي.

ده زياته کړه چې د بايومټريک سيستم د ثبتولو لړۍ پيل شوې، خو تراوسه د خیالي قربانيانو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.

خو هغه وويل چې يواځې په بدخشان ولايت کې ٦٥٦ تنه خيالي کسان د شهيدانو او معلولينو په نومونو ثبت شوي وو چې نږدې ٤٠ ميليونه افغانۍ به د دغو کسانو جيبونه تللې، خو اوس يې مخه نيول شوې ده.

همدا زار په ياده غونده کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسفزاده وويل چې یاد سیستم به د امنيتي ځواکونو قربانيانو د ثبتولو په رونټیا کې له دوى سره ډېره مرسته وکړي.

نوموړې دا هم وويل چې د ملي دفاع وزارت کوښښ کوي، ترڅو خپلو معلولينو ته د کار کولو زمينه هم برابره کړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د استراتیژېکو چارو مرستیالې حسنا جلیل وویل چې د بايو مټريک سيستم په پلي کولو سره به د ملي پولیسو د شهیدانو او معلولینو د ثبت په برخه کې ډېرې اسانتياوې هم رامنځته شي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، دا مهال د کورنيو چارو له وزارت سره د دغه وزارت اړوند ٤١ زره قربانيان ثبت دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement