جلال اباد (پژواک، ٤ کب ٩٨): د ننګرهار ولايت د شيخ مصري صنعتي پارک د سړکونو سروې او د احاطې دېوال جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د سوداګرۍ او صنايعو وزير اجمل احمدي، سوداګرو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د دغو مراسمو پر مهال په شيخ مصري صنعتي پارک کې د سړکونو سروې او احاطې دېوال د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د ننګرهار والي مياخېل زیاته کړه چې ولایتي اداره له امنیت وروسته د انکشافي چارو ګړندیتوب لپاره هڅې کوي چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور مرستې ته اړتیا ده چې له مخې به یې خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي .
والي وايي، د یو شمېر زېربنايي چارو له پیلېدو سره سم یې له بېلابېلو فابریکو هم لیدنه وکړه چې د فابریکو د مسوولینو په پانګونې خوښ شول او هیله یې وښوده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړوند مسوولینو په مرسته به یې ستونزو ته حل لارې پیدا کړي .
د صنعت او سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي وویل، دې ولایت ته یې د سفر موخه صنعتي ښارګوټو، پانګوالو، سوداګرو او د نورو ستونزو ته حل لارې موندل او همدا راز په ښارګوټې کې رسماٌ د زیربنايي چارو پیل کېدل دي .
د سوداګرو او پانګوالو په استازیتوب حاجي تورملنګ خوښي وښوده چې د شیخ مصري صنعتي پارک د سړکونو سروې پیل شوې او عملاٌ یې د احاطې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه .
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې ۳۶۰ فابریکې شته دي خو که د برېښنا، امنیت او زیربنا برخو کې ورته د ژمنو له مخې پاملرنه عملي شي، نو پانګونه به زیاته شي او د فابریکو شمیر به ۵ سوو ته لوړ کړي .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرووف شپون او ابرارالله مراد له پانګوالو او سوداګرو د پاملرنې له امله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د دغه ولایت سوداګرو او پانګوالو ته دې پورونه ورکړل شي، څو د پانګونې په ترڅ کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن