د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: طالبانو په کندهار کې پر امنیتي سرتېرو دوه ځایه بريدونه کړي

چارواکي: طالبانو په کندهار کې پر امنیتي سرتېرو دوه ځایه بريدونه کړي

Feb 23, 2020 - 14:35

کندهار (پژواک، ۴ کب ۹۸): د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو پر اعلان سربېره په کندهار کې پر امنیتي ځواکونو دوه ځلې بريدونه شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې لومړی برید نن یوولس نیمې بجې په شاولیکوټ کې او بل برید تېره ورځ سهار نهه نیمې بجې په معروف ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو شوي دي.

خو دواړه بریدونه مرګ ژوبله نه لري.

د کندهار د والي ویاند بهیراحمدي د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې لومړۍ چاودنه او بيا بريد شوى دى.

هغه زیاته کړه، لومړی د امنیتي ځواکونو پر یوه انټرنېشنل موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې مرګ ژوبله نه لري.

د ده په خبره، وروسته وسله والو پر دغه کاروان وسله وال برید کړی چې د امنیتي ځواکونو یوازې له ځانونو دفاع کړې او برید په شا تمبول شوی دی.

نوموړي وویل چې په وسله وال برید کې هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

احمدي وايي، د ولسمشر د حکم له مخې د وسله والو د تاوتریخوالي کمولو پربنسټ امنیتي ځواکونو یوازې په دفاع حالت کې دي او تعرضي بریدونه نه کوي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دې لړ کې تېره ورځ سهار ۹:۳۰ بجې هم په معروف ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو پر سرحدي ځواکونو برید کړی و.

دی وايي، سرحدي ځواکونو غوښتل له یوه څاه څخه خپلې پوستې ته اوبه یوسي چې د وسله والو تر برید لاندې راغلي خو مرګ ژوبله نه لري.

د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو په لړ کې چې وړمه ورځ د شپې له ۱۲ بجو پیل شوه او یوه اوونۍ به دوام وکړي په کندهار کې یاد شوي دوه بریدونه شوي دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د وسله والو طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي نظر هم ولري، خو ونه توانېد.

خو د دې ډلې بل ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضا په برابرولو کې به یوازې د ولایتونو پر مرکزونو، قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او د بهرنیو ځواکونو پر مرکزونو بریدونه نه کېږي.

د ده په خبره، له دې پرته د طالبانو هر ډز او برید پاید تخطي و نه ګڼل شي، ځکه دا عام اوربند نه دی.

پرون د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په بلخ، پکتيا او اروزګان و لايتونو کې واړه بريدونه شوي، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking