ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د جرمونو په تور ۱۹ کسان نیول شوي

پکتیکا کې د جرمونو په تور ۱۹ کسان نیول شوي

author avatar
23 Feb 2020 - 16:08
پکتیکا کې د جرمونو په تور ۱۹ کسان نیول شوي
author avatar
23 Feb 2020 - 16:08

ښرنه (پژواک، ٤ کب ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت پوليسو ١٩ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

د اړوندې موضوع په اړه خبري غونډې ته د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي وويل چې د تېرې يوې اوونې په اوږدو کې پوليسو د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ١٩ کسان د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو په تور نيولي دي.

هغه وويل چې دغه کسان د نشه يي توکو، وسله والو غلاوو، په غير قانوني ډول د کانونو په کېندلو او په نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.

ده زياته کړه: ((درې تنو چې غوښتل يې د مرکز ښرنې په خيبر بڼ سيمه کې د ډبرو سکرو کان په غير قانوني استخراج کړي، له يوه موټر سره يو ځاى د پوليسو له لوري نيول شوي دي.))

دغه راز قوماندان وويل چې افغان ځواکونو تېره شپه په وازې خوا ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٥٩٧  کيلوګرامه چرس سوځولي او ٢٢ کيلو نور يې له ځان سره مرکز ته انتقال کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پوليسو په همدې موده کې يو شمېر هغه موټر هم نيولي چې غوښتل يې خوراکي او غير خوراکي توکي له ګمرکي محصول پرته نورو ولايتونو ته انتقال کړي.

بلخوا د پکتيکا ولايت اوسېدونکي منور مبارز پژواک ته وويل چې په ډېرو سيمو کې په غير قانوني ډول د کانونو کیندنې روانې دي، حکومت يې بايد مخه ونيسي.

ده زياته کړه: ((پوليسو خو اوس يو څو تنه نيولي دي، هغه اصلي کاروباريان او قاچاقبر يې بايد ونيسي.))

په ورته وخت کې د پکتيکا د کانونو رييس نقيب الله هم مني چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې په غيرقانوني ډول د کانونو کېندنې روانې دي.

دى د پوليسو له لوري د کانونو د غيرقانوني کېندونکو نيول ستايي او وايي چې دغه لړۍ بايد ادامه پيدا کړي.

د يادونې ده، د پکتيکا ترڅنګ په ډېرو ناامنو سيمو کې د غير مسلکي کسانو له لوري پر خپل سر کانونه کيندل کېږي او د بيا د قاچاق په توګه نورو هېوادونو ته انتقالېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.