ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدي: وسله والو مخالفینو د سمنګان د دره صوف بالا ولسوال تښتولی

author avatar
24 Feb 2020 - 15:59
author avatar
24 Feb 2020 - 15:59

 

ایبک (پژواک، ۵ کب ۹۸): د سمنګان د دره صوف پایین ولسوال وايي چې د دولت وسله والو مخالفینو د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوال او د هغه دوه ساتونکي له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې بيولي دي.

د سمنګان د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو نن له غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسني او د نوموړي دوه ساتونکي د دره صوف پایین ولسوالۍ په چیچل کوتل سیمه کې له موټره تر ښکته کولو وروسته له ځان سره بيولي دي.

د احمدي په خبره، د دره صوف بالا ولسوال د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ په استفادې له مزار شریف ښاره دره صوف بالا ولسوالۍ ته راغلی و چې وتښتول شو.

ولسوال وویل، د دره صوف ولسوالۍ مسیر د مزارشریف له ښاره او دغه راز له ایبک ــ تر دره صوفه له یو کال راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده او دغه مسیر د دولتي کارکوونکو پر مخ تړلی و.

تر اوسه د احمد علي حسني د تښتونې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.