ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان خلک: د تاوتریخوالي کمول دې پر اوربند بدل شي

د اروزګان خلک: د تاوتریخوالي کمول دې پر اوربند بدل شي

author avatar
24 Feb 2020 - 15:58
د اروزګان خلک: د تاوتریخوالي کمول دې پر اوربند بدل شي
author avatar
24 Feb 2020 - 15:58

ترینکوټ (پژواک، ۵ کب ۹۸): د اروزګان سلګونو اوسېدونکو د بېلابېلو غونډو، لاریونونو او قران کریم ختمونو په ترسره کولو له ښکېلو خواوو غوښتي چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي کمولو په نوم پیل شوې اوونۍ دې پر تل پاتې اوربند او دایمي سولې بدله کړي.

په هېواد کې د تاوتریخوالي په نوم د پیل شوې اوونۍ په درېیمه ورځ د اروزګان دولتي مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، مدني فعالینو او سلګونو نورو خلکو په بېلابېلو غونډو، د ملاتړ په لاریونونو او د قرانکریم په ختم سره د وسله والو طالبانو او افغان دولت له خوا دغه اقدام وستایه.

دوی غوښتنه وکړه چې د تاوتریخوالي په نوم پیل شوې اوونۍ دې د تل پاتې سولې او دایمي اوربند پیل شي او بیا دې جنګیالیو ته موقع نه ورکول کېږي چې د یو او بل پر وړاندې وسلې پورته کړي.

د اروزګان والي اسدالله سعید وویل، د تاوتریخوالي کمولو په نوم روانه اوونۍ د افغان ولسونو هغه هیلې له سره ژوندۍ کړي چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې په زړه کې درلودې.

هغه زياه کړه چې افغانان له جګړو ستړي شوي او د هر ډول ممکنه سولې راتګ ته هیله من دي.

غونډه کې یو شمېر نورو دولتي مسوولینو او قومي مخورو هم له تېرو درېیو ورځو راهیسې په ټول هېواد کې د امنیتې پېښو د ګراف ټیټوالی وستایه او د دغه اقدام د دوامداره کېدو غوښتنه یې وکړه.

بلخوا په ترینکوټ ښار کې بیا لسګونه مدني فعالین، دیني عالمان او یو شمېر نور عام اوسېدونکي راټول شوي وو او د یادې اوونۍ په ملاتړ یې لاریون وکړ.

دوی چې (نوره جګړه نه غواړو)  شعارونه له ځان سره لېږدول، وویل، ټول ولسونه د تل پاتې سولې راتګ ته هیله من دي او د جګړې پر ښکېلو خواوو یې غږ وکړ چې دغه اوونۍ دې د دوامداره سولې لپاره پیل کړي.

مدني فعال عطاالله افغان وایي، له هغه راهیسې چې په هېواد کې د تاوتریخوالي اووني په نوم ورځې پیل شوې، ورسره سم ناامنو او جګړه ځپلو سیمو ته د خلکو تګ راتګ او د جګړې په سیمو کې له خپلو کورونو د توکو را ایستلو لړۍ هم پیل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.