ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ثبات او همپالنې ټېم د ډاکتر عبدالله د لوړې مراسمو لپاره د تیاریو خبر ورکوي

د ثبات او همپالنې ټېم د ډاکتر عبدالله د لوړې مراسمو لپاره د تیاریو خبر ورکوي

author avatar
24 Feb 2020 - 14:49
د ثبات او همپالنې ټېم د ډاکتر عبدالله د لوړې مراسمو لپاره د تیاریو خبر ورکوي
author avatar
24 Feb 2020 - 14:49

 

کابل (بژواک، ۵ کب ۹۸): د ثبات او همپالنې ټېم د ډاکتر عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو ترسره کولو لپاره د تیاریو خبر ورکوي او وایي چې د دغو مراسمو ترسره کولو نېټه به ژر اعلان شي.

د ثبات او همپالنې ټېم ویاند فریدون خوځون پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ټول شموله حکومت» د منتخب ولسمشر د لوړې مراسمو ترسره کوونکي کمېسیون ناسته هم وکړه.

هغه د دې په څرګندولو چې د ولسمشر د لوړې مراسمو ترسره کولو لپاره پوره تیاری لري او یاد کمېسیون د مراسمو ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ مواردو په اړه له نورو کمېسیونونو سره همغږي کوي.

خوځون د ډاکتر عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو د ترسره کولو په اړه دقیق معلومات ورنه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې د ترسره کولو نېټه به يې ژر اعلان شي.

ثبات او همپالنې د یو شمېر ولایتونو لپاره نوي ولیان معرفي کړي

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم په درېیو وروستیو ورځو کې د سرپل، جوزجان، کاپیسا او بغلان ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي دي.

بلخوا د پنجشېر والي هم د ثبات او همپالنې له ټېم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې له دې وروسته نوموړي ته د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني اوامر د منلو وړ نه دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیو د روان کال د سلواغې په ۲۹مه محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۸م کال د تلې د شپږمې ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو په اساس، محمد اشر غني د ۹۲۳۵۹۲ رایو په ترلاسه کولو سره چې د ټولو رایو ۵۰. ۶۴ سلنه کېږي، ډاکتر عبدالله د ۷۲۰۸۴۱ رایو په ترلاسه کولو چې د ټولو رایو ۳۹،۵۲ سلنه کېږي او ګلبدین حکمتیار د ۷۰۲۴۱ رایو په ترلاسه کولو چې د ټولو رایو ۳، ۸۵ سلنه کېږې، ترلاسه کړې دي.

د یادونې ده، د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې رهبر ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان سره مخالفت وکړ او له پایلو څو ساعته وروسته یې خپل ځان د دغه ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او وویل چې «ټول شموله حکومت» اعلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یوې حکومتي سرچینې وویل چې د ولسمشر د لوړې مراسم به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي او د ترسره کولو لپاره یې کمېسیون هم جوړ شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.