ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلکو د تاوتريخوالي د کمښت له اوونۍ څخه ملاتړ وکړ

د خوست خلکو د تاوتريخوالي د کمښت له اوونۍ څخه ملاتړ وکړ

author avatar
24 Feb 2020 - 18:26
د خوست خلکو د تاوتريخوالي د کمښت له اوونۍ څخه ملاتړ وکړ
author avatar
24 Feb 2020 - 18:26

خوست ښار (پژواک، ۵ کب ۹۸): د خوست لسګونه ديني عالمانو او قومي مشرانو ديوې غونډې په ترڅ کې د تاوتريخوالي د کمښت  له اوونۍ څخه ملاتړ څرګند کړ.

هغوی په ښکېلو غاړو په ځانګړي ډول په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ څخه په ګټې اخيستنې سره دې بشپړ اوربند اعلان کړي، څو د سولې بين الافغاني خبرو ته لار پرانيستل شي.

د خوست د ديني عالمانو شورا مشر مولوي شاه محمد غونډې ته وويل چې افغانان نور له جګړې او وينې تويېدنې ستړي شوي او په هېواد کې د روان تاوتريخوالي زغم نه لري.

هغه زياتوي: ((هغه طرف ته مسلمان دی او دې طرف ته هم مسلمان دی، هغه طرف ته افغان دی او دې طرف ته هم افغان دی، هغه طرف ته افغانه ښځه ژاړي او دې طرف ته هم، نو ددې وجهې نه زموږ منځ کې هيڅ فرق نشته او ټول يو افغانان يو، په کار ده چې خپلو کې سوله وکړو.))

يو بل ديني عالم محمدکريم غونډې ته په خبرو کې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو مننه وکړه، چې د روانې يوې اوونۍ په جريان کې په خپلو بريدونو کې کمښت راولي.

هغه هيله مندي وښوده، چې له دې سره به د سولې روانې خبرې بريالۍ کيږي او افغانستان کې به يوه تل پاتې سوله راځي.

هغه وايي: ((هيله مو دا ده چې انشاالله ټول اړخونه به سولې ته اماده کيږي او د ټولو په حق کې موږ هيله مند يو چې د افغانانو هيله به له منځه نه وړي او سوله به کيږي انشاالله.))

د غونډې يو بل ګډونوال او قومي مشر حميد ګل منګل بيا وويل چې د اوربند او دايمي سولې راوستو لپاره اړينه ده چې ديني عالمان، قومي مشران او ځوانان د جرګو او مرکو له مخې د سولې خبرې مخکې يوسي.

ده زياته کړه: ((دا څلوېښت کاله نور له جنګ نه ستړي يو او سوله غواړو. وسله والو طالبانو ته مو دا عرض دی چې د تاوتريخوالي نه لاس واخلي او حکومت ته مو هم پيشنهاد دا دی چې دې کې ډېره همکاري وکړي.))

ورته مهال د خوست والي محمدحليم فدايي هم د ديني عالمانو او قومي مشرانو دې غونډې ته په خبرو کې د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ د سولې په برخه کې ښه اقدام وباله.

هغه زياته کړه، چې دا اقدام بايد په اوربند بدل شي او له هغه وروسته وسله وال طالبان له افغان حکومت سره بين الافغاني خبرې پيل کړي.

هغه وايي: ((په افغاني ټغر راسره کينه موږ درته لبيک وايو، چې هر مشکل او تشويش لرې راځه سره شريک يې کړو. موږ خو درته وايو چې راشئ، چې هر چېرته را سره کينې، خو بانې به نه سره لټوو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.