ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قطر استازي ولسمشر غني ته د امريکا او طالبانو د هوکړې په اړه معلومات ورکړل

د قطر استازي ولسمشر غني ته د امريکا او طالبانو د هوکړې په اړه معلومات ورکړل

author avatar
24 Feb 2020 - 11:52
د قطر استازي ولسمشر غني ته د امريکا او طالبانو د هوکړې په اړه معلومات ورکړل
author avatar
24 Feb 2020 - 11:52

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٨): د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي له ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې پر مهال د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د وروستيو جرياناتو په اړه معلومات شريک کړي دي.

په قطر کې د افغانستان سفير عبدالحکيم دليلي د کب په ٥مه پژواک اژانس ته وويل چې د قطر د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د شخړو هواري په برخه کې له ځانګړي استازي ډاکټر مطلق بن مجيد القحطاني سره پرون له غرمې وروسته کابل ته راغلی و.

هغه وايي چې ياد قطري چارواکي له ولسمشر غني سره د ليدنې پر مهال په قطر کې د سولې پروسې په اړه په تفصيل سره معلومات ورکړل.

دليلي زياته کړه چې یاد قطري چارواکي د سولې په بهير کې د پرمختګونو او هلته د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسليک د بهير په اړه هم اوږدې خبرې وکړې او هيله يې څرګنده کړه چې دا به په افغانستان کې د دومداره سولې لامل شي.

افغان سفير وويل چې دغه راز القحطاني ولسمشر غني ته د بيا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي هم ورکړه.

دغه راز سرچينې وويل چې له دې لیدنې وروسته د قطر استازي له جهادي رهبر عبدرب الرسول سياف سره هم لنډه ليدنه کړې او د سولې په اړه يې ورسره د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پاى ته رسېدلې او دواړو لورو اعلان کړى چې د راتلونکې شنبې په ورځ (د کب ١٠مه) د تاوتريخوالي کمولو د اوونۍ په پاى کې به دغه تړون لاسليک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.