ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته د پي ټي اېم دوه مشران هم غوښتل شوي

د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته د پي ټي اېم دوه مشران هم غوښتل شوي

author avatar
24 Feb 2020 - 15:52
د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته د پي ټي اېم دوه مشران هم غوښتل شوي
author avatar
24 Feb 2020 - 15:52

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٨): حکومت د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسمو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ دوو مخکښو غړو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

د ياد غورځنګ غړى او د پاکستان د ولسي جرګې يا قامي اسمبلۍ غړي  محسن داوړ  د کب په ٥مه په  ټولنيزه شبکه ټويټر کې د افغان حکومت له خوا ورته د ورکړل شوې بلنې کاپي خپره کړې ده.

هغه په ټويټر کې ليکلي: ((مينه په تلو راتلو زياتېږي، کله راځه کله به زه درځم مينه، ډېره مننه کوم په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له  لوی سفارت څخه چې ما ته يې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه راکړې ده.))

داوړ زياته کړې، پوره هڅه کوي چې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ مشر علي وزير هم ويلي چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

بلخوا په تولنيزو شبکو کې داسې عکس خپور شوى چې علي وزير او محسن داوړ په اسلام اباد کې له افغان سفير عاطف مشعل سره ليدلي او د ولسمشر غني د بريا مبارکي يې ورکړې ده.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د کب په ١٧مه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.