ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ١٩ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې تطبیق شوې او د ځینو کار روان دی

ننګرهار کې د ١٩ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې تطبیق شوې او د ځینو کار روان دی

author avatar
24 Feb 2020 - 10:40
ننګرهار کې د ١٩ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې تطبیق شوې او د ځینو کار روان دی
author avatar
24 Feb 2020 - 10:40

جلال اباد (پژواک، ٥ کب ٩٨): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د څه باندې ۱۸ ميليارده او ۸۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۰۷۴ پروژې بشپړې شوې او پر ځينو يې کار روان دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت انکشافي بودجې او مرستندويه ادارو له لوري په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اتلس  ميليارده، اته سوه شل ميليونه او اته سوه دري شپېته زره افغانيو په مالي لګښت ۱۰۷۴ پروژې بشپړې شوې او تر کار لاندې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې د ټولنيز خونديتوب، کرنې، کليو پراختيا، روغتيا، تغذيې، پوهنې، کلتور، مذهب، زيربناء او طبيعي زېرمو، حکومتولۍ او د قانون حاکميت په برخو کې پلې شوې او کېږي.

خوږياڼى وايي، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ولايت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې ۴۵۵ پروژې بشپړې او د ۶۱۹ نورې تر کار لاندې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د نوموړي په وينا، له ياد لګښته ۱۳ ميليارده، ۱۹۳ ميليونه، نهه سوه څلور اويا زره اته اتيا افغانۍ د انکشافي بودجې او پنځه ميليارده ۶۰۶ ميليونه اته سوه نهه اتيا زره  درې سوه پنځه پنځوس افغانۍ د مرستندويه ادارو له لوري په لګښت رسېدلې دي.

د والي وياند وويل چې د ولسمشر د ژمنې له مخې، د څه باندې ٩٤ ميليونه او دري اتيا زره افغانيو په لګښت په دغه ولايت کې دري پنځوس نوي جوماتونه جوړ شوي دي.

ده زياته کړه، له دغه جوماتونو څخه شل يې په کوټ، پنځه شينوارو، شپږ هسکې مېنې، ديارلس اچين، پنځه په نازيانو او څلور يې په دوربابا ولسواليو کې جوړ شوي دي.

د هغه په وينا، همدا راز د اقراء برنامې په چوکاټ کې د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار، بهسودو، لعلپورې، چپرهار، سره رود، کامې، مومندرې، دوربابا، خوږياڼو، شينوارو، کوز کونړ، روداتو، ګوشتې، بټي کوټ، دره نور او کوټ ولسواليو کې د يو ميليارد، درې سوه څلويښت ميليونه، نهه سوه زره نهه نوي زره درې سوه اتلس افغانيو په مالي لګښت د ۱۸۳ ښوونځيو جوړولو چارې بشپړې او تر کار لاندې دي.

خوږياڼى وايي، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دولتي ودانيو او تاريخي ځايونو د رغونې ترڅنګ د ابيارۍ، ټولنيز خونديتوب، سړکونو، ويالو، پلو لارو، استنادي ديوالونو، سړکونو، پلچکونو، پلونو، کانالونو، سربندونو، څليو، څلور لارو، د اوبو شبکو، کرنې، روغتيا، ګمرکونو، کاروبار زمينې برابريدو، حرفوي زده کړو او نورو برخو کې سلګونه پروژې بشپړې او سلګونه نورې تر کار لاندې دي چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي هم له دې پروژو خوښ دي خو له حکومته د نرخونو د کنټرول غوښتنه کوي.

قومي مشر حاجي وردګ شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې له تېر يوه کال راهيسې په دغه ولايت کې د بیارغونې پام وړ کارونه شوي دي.

خو هغه په دغه ولايت کې د لويو بنسټيزو پروژو د پيل او عملي کولو غوښتنه کوي چې ډېرو خلکو ته يې په يو و خت کې ګټه ورسيږي.

نوموړي په صنعتي ښارګوټونو کې د اسانتياوو برابرولو، کابل – جلال اباد – تورخم د لويو لارو، د زر بستريز روغتون او ورته نورو پروژو ته ددولت دپاملرنې غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکى مدني فعال عمادالدين بيا له جلال اباد څخه د بهسودو ولسوالۍ تر تنګي پورې د څلوېښت متره سړک د ژر تر ژره جوړېدو غوښتنه کوي.

هغه پژواک ته وويل چې پر دغه سړک د درېيو ولايتونو اوسېدونکي خلک تګ راتګ کوي او ډېرى مهال د زياتې ګڼې ګوڼې له امله خلک په ساعتونو بند پاتې وي.

د ننګرهار د والي و ياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې والي شاه محمود مياخېل په خپله د کابل – جلال اباد  او تورخم جلال اباد سړکونه له نږدې څاري او هڅه روانه ده چې په ژر فرصت کې يې چارې بشپړې شي.

هغه زياته کړه، چې د بهسودو د څلوېښت متره سړک  چارې هم په تېزې سره روانې دي او ډېر ژر به يې کارونه بشپړ شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.