ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له پاکستان سره له نږدې کار کوو

ټرمپ: د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له پاکستان سره له نږدې کار کوو

author avatar
24 Feb 2020 - 16:30
ټرمپ: د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له پاکستان سره له نږدې کار کوو
author avatar
24 Feb 2020 - 16:30

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٨) : د امريکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ وايي چې د ترهګرو او وسله والو د له منځه وړلو لپاره يې حکومت له پاکستان سره نږدې کار کوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلې مېرمنې، لور، زوم او ګڼ شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره نن سهار د هندوستان د ګجرات ولايت د احمد اباد ښار ته ورسېد، چې په هوايي ډګر کې يې د هند د لومړي وزير نريندرا مودي له خوا هرکلى  وشو.

وروسته هغه په يوه کاروان کې له هوايي ډګر څخه د احمداباد نړيوال کرکټ لوبغالي ته ولاړ، چېرته چې يې له مودي سره په ګډه له سلو زرو ډېرو خلکو ته وينا وکړه.

هغه وويل چې هندوستان او امريکا په ګډه د ترهګرۍ او ددې نظريې او فکر پر ضد مبارزه کوي .

ټرمپ وايي : (( په همدې موخه له کله چې زما حکومت پيل شوى، له پاکستان سره له نږدې او په مثبته توګه کار کوو، څو ددغه هېواد په سرحدي سيمو کې ترهګر او وسله وال له منځه يوړل شي.))

د امريکا ولسمشر ويلي چې پاکستان سره هم ښې اړيکې لري او هيله لري چې د پاکستان او هند ترمنځ شته کړکېچ راکم شي .

هغه زياته کړې، دوى ټول د ترهګرۍ پر ضد متحد دي او دده د حکومت پر مهال ترهګرۍ ته ماتې ورکړل شوې ده.

نوموړي په ډاګه کړې چې امريکايي ځواکونو دداعش مشر وواژه او دداعش خلافت يې له منځه يوړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  وويل، واشنګټن له هند سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دی او په وینا يې، د ده د واکمنۍ پر مهال د دواړو هېوادونو، هر اړخیزې اړیکې لا ډېرې پراخې شوې دي.

هغه زياته کړه ، چمتو دي چې پر هند د نړۍ تر ټولو غوره او وېروونکې وسلې وپلوري.

راپورونه وایي، ټرمپ به په دې سفر کې له هند سره د شاوخوا درې ميليارده ډالرو په ارزښت د د چورلکو پلورولو تړون هم لاسلیک کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، هند په سیمه کې د امریکا تر ټولو باوري ملګری دی او دوی به له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.