ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د جنسي پارونې درملو غیر ناقانوني پېر او پلور ډېر شوی

کندهار کې د جنسي پارونې درملو غیر ناقانوني پېر او پلور ډېر شوی

author avatar
24 Feb 2020 - 14:37
کندهار کې د جنسي پارونې درملو غیر ناقانوني پېر او پلور ډېر شوی
author avatar
24 Feb 2020 - 14:37

کندهار (پژواک، ۵ کب ۹۸): په کندهار کې په دې وروستیو کې د جنسي پارونې د درملو ناقانونه پېر او پلور ډېر شوی چې له امله يې په ځوانانو کې ګڼې روغتیايي ستونزې پیدا کړې دي.

دغه درمل د ټابلیټونو، سپرېګانو او کریمونو په بڼه په پټه د غیر مسلکي کسانو له لوري پلورل کېږي.

د دغو درملو په پېر او پلور کې انټرنېټ مهم رول درلودلی؛ ځکه تر ډېره د دغو درملو اعلانونه پر ټولنیزې رسنۍ (فېسبوک) خپرېږي او خلک یې اخیستو ته هڅول کېږي.

روغتیا پالان او ډاکټران وايي، له بده مرغه په دې وروستیو کې ګڼو ځوانانو د دغو درملو کارولو ته مخه کړې چې په هغوی کې د ګڼو خطرناکو ناروغیو د پیدا کېدو لامل شوي دي.

په دې اړه د کندهار یوه ډاکتر محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تشخیص او د ډاکتر له نسخې پرته د جنسي تقويې او یو شمېر نورو درملو خرڅول او رانیول ناقانونه کړنه ده خو بیا هم ورځ تر بلې یې کارول ډېرېږي.

دی وايي، ان ډېر ځوانان چې اصلاً کومه جنسي ستونزه نه لري، غولېدلي او د دغو درملو کارولو ته یې مخه کړې ده.

ډاکټر نبي زیاتوي: ((په دې وروستیو کې چې انټرنیټ ته لاسرسی ډېر شوی، ځینې اشخاص له دې وسیلې ناسمه استفاده کوي، په ځينې سوداګریزو ګروپونو کې د دغو درملو اعلانونه خپروي، ځوانان بې لارې کوي او دغه درمل پرې په لوړه بیه پلوري.))

د نوموړي په وینا، تر ډېره دغه درمل د ټیټ کیفیت لرونکي وي او یا جعلي وي؛ ځکه په قاچاقي لارو راوړل کېږي.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه په دې اړه عامه پوهاوی کم دی؛ ځکه خو ډېری ځوانان له اړتیا پرته د خپل هوس له مخې دغه درمل پېري.

خو دی وايي چې د ناروغۍ له تشخیص او اړتیا پرته د دغو درملو کارول خلک له بدو روغتیايي عواقبو سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي، هره ورځ داسې ناروغان ورته مراجعه کوي چې د دغو درملو له لاسه روغتیايي ستونزې ورته پېښې شوي وي.

ډاکتر نبي وویل، په خپلسرې توګه د دغو درملو کارول، خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو ته خطرناکې او ان وژونکې ناروغۍ پېښې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.