د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال عليزى: افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره چمتووالی لري

جنرال عليزى: افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره چمتووالی لري

Feb 24, 2020 - 17:56

مزارشريف (پژواک، ۵کب  ۹۸): په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وايي، په دغه زون کې وروستي ټاکنيز جنجالونه د اندېښنې وړ نه دي.

بريد جنرال هيبت الله عليزي د کب په پنځمه د سرتېري اوونۍ نمانځنې په موخه جوړه شوې غونډه کې وويل چې افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره پوره چمتووالی لري.

د شاهين قول اردو قوماندان په خپلو خبرو کې همدا راز وويل، د تاوتريخوالي د کموالي اوونۍ له پيل راهيسې په شمال زون کې کومه جدي او لويه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

د هغه په خبره، افغان ځواکونه ژمن دي چې په دغې اوونۍ کې به د خپلې کړې ژمنې خلاف ګام نه پورته کوي.

نوموړي پر طالبانو هم غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې رامنځته شوی فرصت ضايع نه کړي.

جنرال عليزي زياته کړه، روان وضعيت د سولې د خبرو برياليتوب لپاره ښه فرصت دی؛ خو په وينا يې چې دوی به هم د سولې او هم د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د شاهين قول اردو قوماندان په يو شمېر شمالي ولايتونو کې وروستيو ټاکنيزو جنجالونو ته په اشارې وويل، چې دغه موضوع د اندېښنې وړ نه ده.

هغه زياته کړه: ((مدني حرکتونه يې حق دی، مخکې دې لاړ شي، موږ يې په اړه کومه اندېښنه نه لرو، چې څوک موازي حکومت اعلانوي يا يې نه اعلانوي، موږ په ټولو ځايونو کې خپله امادګي لرو او له دې موضوع څخه اخوا موږ له نړيوال تروريزم سره مخ يو. اول بايد له هغه څخه ځان خلاص کړو بيا به دې وړو مسايلو سره ګورو)).

د ده په خبره، نړيوال تروريزم سره مبارزه د ملي اردو لومړيتوب دی.

عليزي دا هم وويل چې وسله وال مخالفين د جګړې له لارې ميدان نه شي ګټلی او امنيتي ځواکونه له خپل هېواد او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د ساتنې توانايي لري.

نوموړی زياتوي، د امنيتي منسوبينو د قربانيانو کورنيو ته به جدي پاملرنه کوي او هڅه يې دا ده، چې سرتېرو ته د هغوی ټول حقوق پر وخت ور ورسوي.

په ورته مهال د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مشر سيد عبدالحميد صفوت په خپلو خبرو کې وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه بايد د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کې خپل فعاليتونه مخ ته بوځي.

هغه  وويل: ((دا د امنيتي ځواکونو او په ځانګړي ډول د ملي اردو مسووليت دی چې قانون پلی کړي او د خپلسريو مخه ونيسي)).

د صفوت په وينا، په تېرو کلونو کې د امنيتي ځواکونو د قربانيانو کورنيو ته د حکومت له خوا هېڅ ډول پاملرنه  نه کېده.

هغه هيله وکړه چې له دې وروسته به دغه وضعيت مثبت لور ته بدل شي.

له دې سره مدني فعال سيد محمد يزدان پرست هم په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې ملي اردو بايد په دې حساسو شرايطو کې د افغانستان ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي هم وروستي وضعيت په اشارې وويل چې د افغانستان امنيتي ځواکونو وښودله، چې دوی يو موټی دي.

يزدان پرست وويل: ((يو شمېر خلکو چې د ملي اردو او په ټوله کې د امنيتي ځواکونو د وېشل کېدو خوبونه يې ليدل، تاسې ګورئ چې غلط ثابت شول. د تاوتريخوالي په اوونۍ کې موږ ګورو چې حتی يو مورد هم د افغان ځواکونو له خوا نه دی نقض شوی)).

د شاهين قول اردو مسوولين همدا راز وايي، د سيمو د امنيت او خونديتوب لپاره د سيمه ييزې اردو په تشکيلاتو کار جريان لري، چې په بشپړېدو سره به يې امنيتي وضعيت کې هم بدلون راشي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement