د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتيا وزير: په هرات کې د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوه

د عامې روغتيا وزير: په هرات کې د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوه

Feb 24, 2020 - 14:30

کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): د عامې روغتیا وزیر وايي چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د کب په پنځه په کابل کې خبرې غوندې ته وکړې.

ده وویل چې تېره ورځ په هرات ولايت کې د کرونا ناروغۍ درې شکمنې پېښې ثبت شوې وې چې یوه یې مثبت او دوه نورې يې منفي وې.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، یاد درې کسان د ګاونډي هېواد ایران له قم ښاره هېواد ته راستانه شوي وو چې د ويروس د تشخیص لپاره يې نمونې پلازمېنې کابل ته استول شوې وې.

د نوموړي په وینا، د کرونا پر ناروغۍ دغه اخته کس د هرات په يوه مجهز روغتون کې بستر او قرنطین دی او له نورو خلکو سره هېڅ ډول اړيکه نه لري او جدي هڅې روانې دي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيول شي.

ده وويل: ((دغه کس دا مهال کومه خاصه ستونزه نه لري او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.))

ده زياته کړه چې په هرات کې د کرونا ناروغانو  لپاره ۸۰ بستريز روغتون چمتو شوى خو له اړتیا سره سم به د بسترونو شمېر هم ډېر کړاى شي.

فېروز وايي چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به په هرات کې بېړنې حالت اعلان او د نورو کسانو د تګ راتګ مخه به هم ونیول شي.

نوموړي د يادې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې د ټولو هېوادولو پر همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې رسنۍ هم بايد په دغه برخه کې د نا تاييد شوو خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

د عامې روغتيا وزير له هغو کسانو چې تازه له ايران هېواده راستانه شوي غوښتنه وکړه چې د يوې مياشتې لپاره ځانونه په کورونو کې قرنطين کړي، څو که چېرې د کرونا له ناروغۍ سره مخ وي چې نورو هېوادوالو ته سرايت ونه کړي.

فېروز د هرات له خلکو وغوښتل چې د ودونو له تالارونو، حمامونو، فاتحه خانې، ورزشي ستديوم او داسې نورو ځايونو څخه چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي ځانونه وساتي.

فېروز له خلکو غوښتنه وکړه چې د ستړي مشي پر مهال د لاس او غاړې له ورکولو ډډه وکړي او خپل لاسونه په يوه ورځ کې څو ځلې پر صابون پاک پرېمنځي.

د عامې روغتيا وزير وړانديز وکړ که چېرې خلک د کرونا ويروس له شکمنې پېښې سره مخ کېږي، ژر تر ژره دې د عامې روغتيا وزارت له ١٦٦ شمېرې سره په اړيکه کې شي.

د يادونې ده، د کرونا ویروس لومړی ځل د چین په واهان ښار رامنځته او ثبت شوی او دا مهال د نړۍ ۳۳ هېوادونو ته رسيدلى دى.

د يادې ناروغۍ له امله دا مهال يواځې په چين هېواد کې ٢٣٥٠ کسان مړه شوي او ٨٦ زره نور پر دغې ناروغې اخته شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking