د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کندوز امام صاحب ولسوالۍ د ملکي روغتون ډاکتران او بسترونه کم دي"

"د کندوز امام صاحب ولسوالۍ د ملکي روغتون ډاکتران او بسترونه کم دي"

Feb 24, 2020 - 11:47

کندوز ښار (پژواک، ٥ کب ٩٨): د کندوز د امام صاحب اوسېدونکي او حکومتي چارواکي وايي چې د ناروغانو ډېروالي له امله د دې ګڼ مېشتې ولسوالۍ روغتون د بسترونو له کموالي سره مخ دى، بايد دغه ستونزه يې هواره شي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي ذبيح الله د کب په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ملکي روغتون د درملو، بستر او مسلکي ډاکترانو له کمښت سره مخ دى.

هغه وايي:((دې روغتون ته ډېر مريضان ورځي، خو د ډېرو هغو ناروغانو لپاره بستر نه لري چې بستر ته يې اړتيا ده، دا مشکل بايد حل شي.))

په ياد روغتون کې يوه ناروغ لرونکي نظام الدين پژواک ته وويل چې زوى يې سخت سينه بغل دى او بسترولو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((دوه ورځې کېږي راغلى يم، خو ځاى نشته دى زوى مې څوک نه بستروي، دومره پېسې هم نه لرم چې کندوز ښار ته لاړ شم، هغه کسان چې واسطه لري هغوى ته بستر پيدا کېږي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ ملکي روغتون د بستر له کمښت سره مخ دى او خلک په دغه برخه کې جدي ستونزې لري.

ده زياته کړه: ((امام صاحب ګڼ مېشته ولسوالۍ ده، شاوخوا پنځه سوه زره نفوس لري، روغتون يې ډېر کوچنى دى، خلک په سختو مشکلاتو کې دي، حکومت يې بايد ورته حل کړي.))

نوموړى وايي چې ولايتي شورا څو ځلې دغه موضوع له سيمه ييزو چارواکو سره د حل په موخه شريکه کړې ده.

په دې اړه د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي هم پژواک ته وويل چې ياد روغتون يواځې پنځوس بستره لري خو د ناروغانو شمېر يې له حده ډېر دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياد روغتون ته د امام صاحب د اوسيدونکو ترڅنګ د کلباد ولسوالۍ اوسيدونکي هم خپل ناروغان ورولي نو ځکه پنځوس بستره کفايت نه کوي.

ده وويل: ((د مديريت په برخه کې چې ما مسووليت درلوده هغه مې حل کړ، خو درملو، بستر او ډاکټرانو د کمښت مشکل يې بايد خپله د عامې روغتيا رياست حل کړي.))

بل لور ته د يادې موضوع په اړه د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ اوسيدونکي د ملکي روغتون د بستر په برخه کې ستونزې لري.

هغه زياتوي: ((خلک په حقه ده، هلته د بستر مشکل شته دى، موږ سره هم څو ځلې دا موضوع شريکه شوې ده، موږ کوښښ کوو چې دغه ستونزه جدي ونيسو او حل يې کړو.))

د يادونې ده، امام صاحب د کندوز ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کيږي، چې بيا د جګړې ټپيان هم ياد روغتون ته د درملنې په موخه انتقاليږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan