ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندوز امام صاحب ولسوالۍ د ملکي روغتون ډاکتران او بسترونه کم دي”

author avatar
24 Feb 2020 - 11:47
author avatar
24 Feb 2020 - 11:47

کندوز ښار (پژواک، ٥ کب ٩٨): د کندوز د امام صاحب اوسېدونکي او حکومتي چارواکي وايي چې د ناروغانو ډېروالي له امله د دې ګڼ مېشتې ولسوالۍ روغتون د بسترونو له کموالي سره مخ دى، بايد دغه ستونزه يې هواره شي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي ذبيح الله د کب په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ملکي روغتون د درملو، بستر او مسلکي ډاکترانو له کمښت سره مخ دى.

هغه وايي:((دې روغتون ته ډېر مريضان ورځي، خو د ډېرو هغو ناروغانو لپاره بستر نه لري چې بستر ته يې اړتيا ده، دا مشکل بايد حل شي.))

په ياد روغتون کې يوه ناروغ لرونکي نظام الدين پژواک ته وويل چې زوى يې سخت سينه بغل دى او بسترولو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((دوه ورځې کېږي راغلى يم، خو ځاى نشته دى زوى مې څوک نه بستروي، دومره پېسې هم نه لرم چې کندوز ښار ته لاړ شم، هغه کسان چې واسطه لري هغوى ته بستر پيدا کېږي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده پژواک ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ ملکي روغتون د بستر له کمښت سره مخ دى او خلک په دغه برخه کې جدي ستونزې لري.

ده زياته کړه: ((امام صاحب ګڼ مېشته ولسوالۍ ده، شاوخوا پنځه سوه زره نفوس لري، روغتون يې ډېر کوچنى دى، خلک په سختو مشکلاتو کې دي، حکومت يې بايد ورته حل کړي.))

نوموړى وايي چې ولايتي شورا څو ځلې دغه موضوع له سيمه ييزو چارواکو سره د حل په موخه شريکه کړې ده.

په دې اړه د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي هم پژواک ته وويل چې ياد روغتون يواځې پنځوس بستره لري خو د ناروغانو شمېر يې له حده ډېر دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياد روغتون ته د امام صاحب د اوسيدونکو ترڅنګ د کلباد ولسوالۍ اوسيدونکي هم خپل ناروغان ورولي نو ځکه پنځوس بستره کفايت نه کوي.

ده وويل: ((د مديريت په برخه کې چې ما مسووليت درلوده هغه مې حل کړ، خو درملو، بستر او ډاکټرانو د کمښت مشکل يې بايد خپله د عامې روغتيا رياست حل کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.