د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينه: د طالبانو او امريکا د تړون مراسمو ته د ٢٧ هېوادونو استازي بلل شوي

سرچينه: د طالبانو او امريکا د تړون مراسمو ته د ٢٧ هېوادونو استازي بلل شوي

Feb 24, 2020 - 17:08

کابل (پژواک، ٥کب ٩٨): په قطر کې يوه باوري سرچينه وايي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون مراسمو ته د ٢٧ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران بلل شوي دي.

دغې باوري سرچينې چې نه يې غوښتل په خبرکې يې نوم ياد شي، د کب په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون مراسمو ته چې ټاکل شوې ده د کب په لسمه لاسليک شي، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو استازوليو پنځه مشران استازي هم بلل شوي دي.

هغه زياته کړه، ډېر امکان يې شته چې په دغو مراسمو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ګډون وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر تړون به د امريکا له لوري زلمي خليلزاد لاسليک کوي، خو پومپيو به هم په مراسمو کې ګډون کوي.

تراوسه امريکايي لوري او طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ټاکل شوې د کب په لسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسليک شي او بيا له هغه وروسته بين الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى ډاکټر مطلق بن مجيد القحطاني کابل ته په سفر راغلى و او له ولسمشر اشرف غني سره يې د ليدنې پر مهال د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د وروستيو جرياناتو په اړه معلومات شريک کړي دي.

دغه راز له تېرې شنبې ورځې راهيسې د کب تر لسمې پورې د جګړې د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ پيل شوې او دا د ياد شوي تړون د لاسليک لپاره شرط و. 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې که د تاوتريخوالي کمولو پروسه بريالۍ او طالبان هوکړې ته چمتو شول، نو دى به هم پر دې تړون لاسليک وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking