ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سولې ادرس د افغانستان دولت دی

ولسمشر غني: د سولې ادرس د افغانستان دولت دی

author avatar
24 Feb 2020 - 14:19
ولسمشر غني: د سولې ادرس د افغانستان دولت دی
author avatar
24 Feb 2020 - 14:19

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٨): ولسمشر محمداشرف غني وايي، د سولې ادرس د افغانستان دولت دی، د مذاکره کوونکي پلاوي واکونه محدود دي، خو موضوعاتو او اړتیاوو ته په کتو په کې بدلون راتلای شي.

د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ له څه باندې یو کال خبرو وروسته، دوې ورځې کېږي چې د تاوتریخوالي کموالي اوونې پیل شوې ده.

ټاکل شوې له دې اوونۍ وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي او بیا د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره په یوه غونډه کې ویلي چې د سولې ادرس د افغانستان دولت دی.

هغه وویل، له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پر مهال د مذاکره کوونکي پلاوي واکونه محدود دي، په پلاوي کې باید انعطاف موجود وي او موضوعاتو او اړتیاوو ته په کتو به په کې د موثریت لپاره بدلون راځي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني ویلي: "طالبانو ته مې پیغام دا دی چې د سولې په اړه باید نتیجې ته ورسېږي او د هیواد او ولس د خدمت لپاره د ولس ارادې ته تسلیم شي."

د سرچینې په وینا، غني ویلي چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د ټولو مسوولیت دی چې شخصي مسایل یو لوري ته کړي، له جنګ او ناورین څخه د ولس د ژغورنې او ستونزو د حل لپاره باید ټول افغانان یو ځای شي.

هغه ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د لاریونونو او اعتراضونو پر وړاندې ونه دریږي ځکه په خبره یې امنیتي او دفاعي ځواکونه ملي پانګه ده او باید په وړو سیاستونو او اختلافونو کې ښکېل نشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.