کابل (پژواک، ٥ کب ٩٨): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې له طالبانو سره د تړون له نهايي کېدو سره به يې په خپله لاسليک کړي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون ناوخته له امريکا هندوستان ته د روانېدو پر مهال له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له طالبانو سره به د سولې تړون لاسلیک کړي، وويل: ((هو، زه به په کې خپل نوم هم وليکم.))
که څه هم ټرمپ دا ونه ويل چې دغه تړون به کله او چېرته لاسليکېږي، خو له دې مخکې امريکا او طالبانو اعلان کړى چې دغه تړون به د فبرورۍ په ٢٩مه (د کب ١٠مه) په قطر کې لاسليک شي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون د دوى په مرسته نهايي شوى دى.
هغه زياته کړې چې دغه تړون به د پاکستان په شتون کې لاسليک شي.
امريکايي چارواکي وايي چې له طالبانو سره د تړون له لاسلیک کولو وروسته به بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانيستل شي او اټکل کېږي چې دا مذاکرات به تر لاسليک لس ورځې وروسته په جرمني يا ناروې کې پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن