ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر دولتي تاسيساتو بريد ملي خيانت دى”

“پر دولتي تاسيساتو بريد ملي خيانت دى”

author avatar
24 Feb 2020 - 18:58
“پر دولتي تاسيساتو بريد ملي خيانت دى”
author avatar
24 Feb 2020 - 18:58

کابل ښار (پژواک، ٥ کب ٩٨): امنيتي مسوولين د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له معترضينو جدي غوښتنه کوي چې د دولتي بنسټونو له غصب او ويجاړولو څخه ډډه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به له جدي غبرګون سره مخ شي.

دغه څرګندونې په هغې ګډې خبرپاڼې کې شوي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري د کب په پنځمه خپره شوې ده.

دغه اعلاميه وروسته تر هغه خپريږي چې د سلواغې مياشتې په ٢٩مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ، خو اجراييه رييس عبدالله عبدالله له دغې پايلې سره مخالفت وکړ، ځان يې ګټوونکى اعلان او د ټول شموله حکومت د جوړېدو پرېکړه يې وکړه.

په تېرو څو ورځو کې د عبدالله پلويانو په سرپل، جوزجان، بغلان او د کاپيسا ولايتونو لپاره د حکومت واليان له دندې لرې او پرځاى يې خپل واليان ګومارلي دي.

خو د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډه اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ پر دولتي تأسیساتو برید، غصب او تخریب یې او همدارنګه د دولتي بنسټونو په کاري چارو کې خنډ رامنځته کول ملي خیانت او جرم بلل کېږي.

سرچينه وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه مؤظف شوي چې د دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي او همداراز معترضینو ته ابلاغ کوي چې د دولتي بنسټونو د غصب او تخریب هڅه ونه کړي؛ که نه د سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

په خبرپاڼه کې له معترضې ټاکنیزې ډلې (ثبات او همپالنې) غوښتل شوي چې د اعتراضي حرکتونو پر مهال لاندې ټکي په جدي توګه په پام کې ونیسي.

لاریون کوونکي دې د قانون په رڼا کې غونډې وکړي، د وسلو ګرځونه چې د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، په جدي توګه ډډه وکړي،  عامه تأسیساتو ته دې پاملرنه او له تخریب څخه یې ډډه وکړي او  دولتي ودانیو ته دې د زیان رسولو اقدام نه کوي.

دغه راز په اعلاميه کې له ټولو معترضو ټاکنیزو ډلو هم غوښتنه شوې څو د اعتراضيه لاریونونو پر مهال د هېواد د نافذه قوانینو په اساس عمل وکړي او د خلکو عامه شتمنیو، عام المنفعه تأسیساتو، عزت او حیثیت ته زیان ونه رسوي.

په خبرپاڼه کې ټينګار شوى چې لاریون کوونکي دې د لاریون تر پیل وړاندې د خپلو لاریونونو وخت او ځای له امنیتي ځواکونو سره مشخص او شریک کړي او عامه نظم دې رعایت کړي.

د اعلاميې په پاى کې راغلي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ځان د هېوادوالو د مال او ځان په ساتنه مکلف ګڼي او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې هېڅ ډلې ته به د دې اجازه ورنه کړي چې د دوی د ارامۍ فضا له منځه یوسي.

ټاکل شوې ده چې درې ورځې وورسته د فبرورۍ مياشتې په ٢٧مه محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.